کندهار :د پنجوايي د ولسوال په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه

  د دوشنبې په ورځ د پنجوايي د ولسوال ملاسیف‌الرحمن سیف په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې ولسوالۍ د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ګډون کړی وو. په پيل کي د پنجوايي ولسوال د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته دده په مشرۍ […]

 

د دوشنبې په ورځ د پنجوايي د ولسوال ملاسیف‌الرحمن سیف په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې ولسوالۍ د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ګډون کړی وو.

په پيل کي د پنجوايي ولسوال د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته دده په مشرۍ یاده ولسوالي کي د راتلونکي کوچني اختر د لمانځه د ښه ادایني په موخه نظرونه سره شریک کړل سول او وروسته ټولو د لمانځه لپاره امام او تقریر کوونکي علماوو مشخص کړل او ددې ترڅنګ د لمونځ د امنیت خوندي کېدو او یوشمېر نورو برخو لپاره ځانګړي کسان مشخص او وټاکل سول.

ملاسیف الرحمن سیف له ټولو مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه شپه او ورځ د ولس په خدمت کي تېره کړي او د مشرتابه د حکم په اساس د ولسوالۍ ټول مجاهدین ښار ته د وسلو وړلو څخه راوګرځوي.

همدا راز غونډه کي د پنجوايي امنیه قومندان مولوي فیضاني صاحب هم د نظامي ادارو مسئولینو ته په یوشمېر برخو کي سپارښتني وکړې، چي پکښي راغلي وه، باید ټول مجاهدین خپلو امنیتي چارو ته پوره توجه ولري، ټول مجاهدین باید له اجازې پرته له خپلي وظیفي څخه ولاړ نسي او د دښمن هدفونو ته پوره توجه ولري او وار له مخي یې کشف او خُنسا کړي.

وروستیو کي ټولو یو او بل ته د لا ښې همکارۍ او همږغۍ ډاډ وړاندي کړ او اداري مجلس د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۴