د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي دوه تخریب سوي پلونه جوړ کړل سول

  د شنبې په ورځ د کندهار د ډنډ ولسوال حافظ صدیق په خاصه لارښوونه او هڅو ددې ولسوالۍ په دوو کلیو بلدي او ذاکرشریف کښي د تېرو جګړو پرمهال دوه تخریب سوي پلونه جوړ کړل سول، چي خپله د ډنډ ولسوال د یادو پلونو د جوړېدو څخه له نژدې نظارت او لیدنه کوله. د […]

 

د شنبې په ورځ د کندهار د ډنډ ولسوال حافظ صدیق په خاصه لارښوونه او هڅو ددې ولسوالۍ په دوو کلیو بلدي او ذاکرشریف کښي د تېرو جګړو پرمهال دوه تخریب سوي پلونه جوړ کړل سول، چي خپله د ډنډ ولسوال د یادو پلونو د جوړېدو څخه له نژدې نظارت او لیدنه کوله.

د ډنډ ولسوال حافظ صدیق وایي، ددې پلونو تخریب د یادو کلیو زرګونه اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وه، چي په خبره یې په جوړېدو سره یې اوس دوی ته د تګ او راتګ لپاره اسانتیاوي برابري سوې او هم اوس د لویي ویالې اوبه په اسانۍ پکښي تېريږي.

د یادو کلیو اوسېدونکو ددې پلونو پر جوړېدو خوښي وښودله او وایي، چي اوس ورته د تګ راتګ لپاره ګڼي اسانتیاوي برابري سوي دي.

شنبه: ۱۴۴۳/۹/۸