کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه د مرستیال والي په مشرۍ د همږغۍ غونډه جوړه سوه

  د پنجشنبې په ورځ ولایت مقام کښي د مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي غونډه کي د مرستیال والي ترڅنګ د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري مهر‌الله حماد، امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د استخباراتو […]

 

د پنجشنبې په ورځ ولایت مقام کښي د مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي غونډه کي د مرستیال والي ترڅنګ د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري مهر‌الله حماد، امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، سویل کي د هوايي ځواک مسئول مولوي فتح‌الله منصور، د ځانګړو ځواکونو قومندان حافظ حبیب، د امنیت آمر حافظ احمد‌الله سحر، د مرافعه محکمې رئیس مولوي محب الله صاحب، د ښاري محکمې رئیس مولوي ګل‌اغاصاحب، د نظامي محکمې قاضي مولوي عبدالهادي همت، د امربالمعروف و نهي عن‌المنکر رئیس مولوي عبدالرحمن منیر، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله او د ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي محمدسلیم صابر حضور درلود.

لومړی د مرستیال والي په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو، له یو بل سره زیاتي همږغۍ راوستلو او په خاصاً توګه روژې مبارکه میاشت کي د کلکو امنیتي تدابیرو نیولو او هیوادوالو ته د ښې امنیتي فضاء رامنځته کولو په موخه هر اړخیزه بحث او خبري وسوې او ددې ترڅنګ ټولو نظریات شریک کړل.

د غونډي په وروستیو کي مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک د راغلیو ادارو له مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو په ټولو برخو کي له یو بل سره همکاري وکړي، همږغي وساتي، د کارونو د پرمختګ په برخه کي د یو او بل ملاتړ وکړي، د کندهار ښار او ولسوالیو د امنیت لا خوندیتوب ته نوره هم ځانګړې توجه ولري او په روژې مبارکه میاشت کي کلک امنیتي تدابیر ونیسي، ترڅو ګران هیوادوال دا له برکتونو ډکه میاشت په ښې امنیتي فضاء کي تېره کړي.

وروسته د همږغۍ راوستلو په موخه دا امنیتي مجلس د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

پنجشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۸