د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له جګپوړي قطري پلاوي سره وکتل

الاماره: ۱۴۴۵/ذی القعدة ۱۴ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په بهرنیو چارو کې د قطر دولت وزیر محترم شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او ورسره پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې، چې د قطر بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي محترم فیصل الحنزب هم حضور درلود، لومړی […]

الاماره: ۱۴۴۵/ذی القعدة ۱۴
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په بهرنیو چارو کې د قطر دولت وزیر محترم شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې د قطر بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي محترم فیصل الحنزب هم حضور درلود، لومړی د ياد هيواد وزير د قطر او افغانستان ترمنځ نيکو اړيکو ته په اشارې وويل، د قطر دولت غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په رغولو او پیاوړتيا کې مثبت رول ولوبوي.
نوموړي وویل، په قطر کې د ملګرو ملتونو له لوري په جوړېدونکې غونډه کې د اسلامي امارت ګډون ګټور دی او هيله ده ښې پایلې ولري.
د نوموړي په وینا، قطر په دې اند دی، چې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته پايله نه لري او زياته يې کړه، د سوکالۍ لپاره قطر د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او هڅه کوي دغه هيواد لا زيات پرمختګ وکړي.
د قطر دولت وزير وویل، هيواد يې په افغانستان کې د افغانانو د لومړيتوبونو پر اساس خپلو بشري مرستو او انکشافي پروژو ته دوام ورکوي.
د ریاست الوزراء سیاسي محترم مولوي عبدالکبیر ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، هیله ده ستاسو راتګ د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو لا ښه والي سبب وګرځي.
نوموړي له افغانستان سره د قطر د بشري مرستو مننه او پر دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه، قطر او نور هیوادونه دې د افغانستان د بنسټونو او لويو لارو رغولو او نورو سترو پروژو کې مرسته او پانګونه وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، دا چې ملګري ملتونه د قطر په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډې جوړوي په دې معنی ده چې قطر او ملګرو ملتونو افغانستان له ياده نه دی اېستلی او ورته ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي وویل، که د اسلامي امارت شرطونه ومنل شي، نو د قطر په راتلونکې غونډه کې به اغېزناک ګډون وکړي او ټينګار يې وکړ، چې ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت غوښتنې له نظره ونه غورځوي او هیله یې وښوده چې د دوحې غونډه د اسلامي امارت او نړۍ د تعامل فرصت رامنځته کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د یوناما په موجوديت کې د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت عمومي بښنه اعلان کړې، له بښنې څخه په استفادې سلګونه پخواني مقامات، سیاسي او امنیتي مسؤلین چې وزیران، واليان، د ولسي جرګې غړي او نور اراکین پکې شامل دي، بېرته هيواد ته ستانه شوي او دا مهال په افغانستان کې امن او ارامه ژوند لري.

مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې وويل، اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې دوستي او مثبت تعامل غواړي او تمه ده د دوحې راتلونکې غونډه کې په دې اړه مثبت ګامونه واخيستل شي.