کندهار ښاروالي درې زره نورو کسانو ته د کار زمینه برابروي

  کندهار ښاروالي په خپل دوهم اقدام کي درې زره نورو کسانو ته د خوړو نړیوال سازمان «WFP» په مرسته ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده، چي اوس د یادو کسانو د استخدام چاري د سروې په مټ رواني دي او د ښاروالۍ هڅه داده، ترڅو وړ او اړمند ځوانان په کار وګماري. […]

 

کندهار ښاروالي په خپل دوهم اقدام کي درې زره نورو کسانو ته د خوړو نړیوال سازمان «WFP» په مرسته ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده، چي اوس د یادو کسانو د استخدام چاري د سروې په مټ رواني دي او د ښاروالۍ هڅه داده، ترڅو وړ او اړمند ځوانان په کار وګماري.

د کندهار ښاروالۍ د عامه اړیکو مسئول زمری څرګند وايي، یاد درې زره کسان به د ښار د پاکوالي او شینوالي په برخه کښي کار وکړي، ترڅو یو پاک او زرغون ښار ولرو.

د زمري څرګند په خبره، په وروستیو میاشتو کي کندهار ښاروالي خلګو ته د زیاتي کاري زمیني برابرولو په برخه کي نوښتونه کړي، چي په لومړي اقدام کي یې د خوړو نړیوال سازمان «WFP» په مرسته څلور زره کسانو ته او د یو این هبیتات «UN-Habitat» موسسې په مرسته ۸۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړه.

د هغه په خبره، د کندهار ښاروالۍ په نوښت ځوانانو ته د کاري زمیني برابرولو په برخه کي به د دوی هڅي راتلونکي کي هم همداسي رواني وي، ترڅو د بیکارۍ کچه راټیټه سي.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۳