کندهار والي د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

  د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل، چي پرمهال ئې د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د امرباالمعروف و نهي عن‌المنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د حج او اقافو رئیس مولوي عبدالرحمن او د ولایت مقام مالي […]

 

د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل، چي پرمهال ئې د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د امرباالمعروف و نهي عن‌المنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د حج او اقافو رئیس مولوي عبدالرحمن او د ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي محمدسلیم صابر هم حضور درلود.

په پيل کي د امرباالمعروف و نهي عن‌المنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي پر نظام د ولس د حقونو په اړه خبري وکړې، چي زیاته یې کړه، د ا،ا،امارت ټول مسئولین او مجاهدین باید ددې ځورېدلي ولس امنیت په بشپړه توګه وساتي، د خلګو د مال او ځان ساتنه وکړي، ورسره ښه چلند وکړي او په هره برخه کي د ولس رضایت ترلاسه کړي؛ ځکه د نظام پاکوالی او قوت د ولس په رضایت کي دی.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چي د ولسوالیو اوسېدونکو ته ښه خدمات وړاندي کوي او ورڅخه یې وغوښتل، ترڅو اخترونو کي د ولسوالیو ښه امنیت وساتي، د اختر د لمونځونو لپاره کلک امنیتي تدابیر ونیسي، اخترونو کي له ټولو خلګو سره ښه چلند وکړي، د تاریاکو د نوي کښت مخنیوی په بشپړه توګه وکړي، ولسوالیو کي اداري مجلسونه وکړي او همدارنګه د ولسوالیو مجاهدین پرېنږدي، چي ښار ته له وسلو سره داخل سي، بلکي پر دروازو خپلي وسلې تسلیم کړي.

وروستیو کي د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ولسوالیو کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په برخه کي نظرونه له کندهار والي سره شریک کړل او همدارنګه یې په یوشمېر برخو کي ستونزي، وړاندیزونه او غوښتني شریکي کړې، چي د کندهار والي له لوري ورته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي سو.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۳