نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د پنجشنبې په ورځ د کندهار شاهولي کوټ ولسوالۍ په کجُر کلي کي د واحدې په نوم یوه پنځه کلنه نجلۍ شل متره برمې ته ولوېدله، چي سر یې لوڅ وو او د کندهار د ټولګټو چارو ریاست د مسلکي ټيم له لوري یاده نجلۍ له برمې څخه راویستل سوه، خو وفات سوې وه. […]
د پنجشنبې په ورځ د کندهار شاهولي کوټ ولسوالۍ په کجُر کلي کي د واحدې په نوم یوه پنځه کلنه نجلۍ شل متره برمې ته ولوېدله، چي سر یې لوڅ وو او د کندهار د ټولګټو چارو ریاست د مسلکي ټيم له لوري یاده نجلۍ له برمې څخه راویستل سوه، خو وفات سوې وه.
وروسته د کندهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د یادي برمې او مځکي مسئول ګلمحمد ونیول سو او شرعي محکمې ته یې معرفي کړ.
د کندهار د ټولګټور چارو رئیس ملا نعمتالله سراجي وویل، د ولایت مقام د خبرتیاوو سره ـ سره ګلمحمد د خپلي برمې سر نه وو پټ کړی، چي یاده پېښه رامنځته سوه او اوس یې ګلمحمد محکمې ته معرفي کړ.
ملا نعمتالله سراجي وویل، د ولایت مقام د لارښووني سره سم که راتلونکي کي داسي پېښه بیا تکرار سي، نو برمه یې ورګډیږي او هم به یاد کس محکمې ته معرفي سي او په خپلو خبرو کي یې پرټولو هیوادوالو ږغ وکړ، ترڅو د برمو سرونه پټ وساتي.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۳
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.