خاکرېز ولسوالۍ کي برمې ته لوېدلې ماشومه الحمدالله ژوندۍ راوکښل سوه او د لا روغتیا په موخه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال سوې ده او روغتیایي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.

  یاده اته کلنه ماشومه چي تېره ورځ مازدیګر د کندهار خاکرېز ولسوالۍ اړوند لالک او زرک سیمه کي سل متره برمې ته لوېدلې وه، لومړی د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په امر د ولایت مقام استازي او یوشمېر نور مسئولین سیمي ته واستول سول او نن سهار وختي خپله کتدهار والي په سویل […]

 

یاده اته کلنه ماشومه چي تېره ورځ مازدیګر د کندهار خاکرېز ولسوالۍ اړوند لالک او زرک سیمه کي سل متره برمې ته لوېدلې وه، لومړی د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په امر د ولایت مقام استازي او یوشمېر نور مسئولین سیمي ته واستول سول او نن سهار وختي خپله کتدهار والي په سویل لوېدیځه حوزه کي د هوايي ځواک مسئول فتح‌الله منصور سره یوځای د یادي ماشومي ژغورلو لپاره سیمي ته ولاړل او هلته ئې د ماشومي د ژغورلو لپاره ټول امکانات په کار واچول، چي الحمدالله ماشومه وژغورل سوه.

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۲