مولوي فخر‌الدین نقشبندي د کندهار د پوهني رئیس وټاکل سو

  د ا،ا،امارت د پوهني وزارت د حکم په اساس مولوي فخر الدین نقشبندي په دوهم بست کي د کندهار د پوهني رئیس وټاکل سو، چي د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د رئیس مفتي میرزامحمد زاهد او د […]

 

د ا،ا،امارت د پوهني وزارت د حکم په اساس مولوي فخر الدین نقشبندي په دوهم بست کي د کندهار د پوهني رئیس وټاکل سو، چي د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د رئیس مفتي میرزامحمد زاهد او د ولایت مقام د استازي مولوي بخت محمد مومن‌یار له لوري ددې ریاست مامورینو او کارکوونکو ته وروپېژندل سو او رسماً د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.

په پيل کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د پوهني ریاست د نوي ټاکل سوي رئیس د ټاکل کېدو حکم ولوست او وروسته ئې په خپلو خبرو کي خوښي وښودله، چي د پوهني ریاست څخه پر داسي مهال لیدنه کوي، چي ټولي چاري ئې په ښه ډول رواني دي.

مولوي محب‌الله ددې ریاست له ټولو مامورینو او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چي ددې ادارې له مخکني رئیس سره ئې په هره برخه کي بشپړه همکاري ساتله او له دوی څخه ئې وغوښتل، ترڅو د پوهني ریاست له نوي رئیس سره هم بشپړه همکاري او همږغي وساتي.

د یادولو وړ ده، چي د کندهار د پوهني مخکنی رئیس مفتي قدرت‌الله الوصال د پوهني ریاست تدریسي آمر وټاکل سو.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۰
د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز