د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپ ګرانډي کندهار ته سفر وکړ او له کندهار والي سره ئې وکتل

  د چهارشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپ ګرانډي ، د آسیا په کچه د یونسیار موسسې مشر اندریکا راټوات او په افغانستان کي د یونسیار موسسې مشر کارولاین وان بورین په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او په ولایت مقام کښي ئې له کندهار والي حاجي […]

 

د چهارشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپ ګرانډي ، د آسیا په کچه د یونسیار موسسې مشر اندریکا راټوات او په افغانستان کي د یونسیار موسسې مشر کارولاین وان بورین په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او په ولایت مقام کښي ئې له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې د کندهار د بهرنیو چارو رئيس مولوي عبدالشکور حقاني، د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقسیم تسنیم، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت استازیو هم حضور درلود.

د لیدني په پيل کي د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپ ګرانډي لومړی خوښي وښودله، چي د ا،امارت په راتګ سره اوس په افغانستان کي په بشپړه توګه امنیت خوندي دئ او زیاته ئې کړه، ځکه ئې افغانستان او بیا کندهار ته سفر کړی، ترڅو دلته د کډوالو حالت او اړتیاوي له نژدې وګوري او بیا مرسته کوونکي هیوادونه او ادارې لازمو همکاریو ته راوبولي.

فیلیپ ګرانډي وویل، د ملګرو ملتونو د هري برخي له مسئولینو سره ئې د افغانستان په اړه خبري کړي، چي افغانستان موږ ته لومړیتوب لري او باید په هره برخه کي چي افغانان اړتیا ولري ورسره مرستي وسي او د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې کندهار والي ته ډاډ وړاندي کړ، چي له نړیوالو سره به د ا،ا،امارت په راتګ سره د ټولو راغلیو مثبتو تغیراتو په اړه معلومات شریکوي، ترڅو د نړیوالو پام افغانستان ته لا هم زیات سي.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپ ګرانډي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي د لومړي ځل لپاره ئې کندهار ته سفر کړی.

کندهار والي وویل د ا،امارت په راتګ سره اوس واحد نظام دئ او امنیت خوندي دئ، چي په خبره ئې اوس په بشپړه توګه د کار کولو زمینه برابره ده، چي ټولي نړیوالي ادارې او موسسې باید په خپلو مرستو، خدماتو او فعالیتونو کي څو چنده زیاتوالی راولي او لیري پرتو سیمو ته پکښي ځانګړی پام ولري.

ښاغلي وفا وویل، د جګړو، وچکالۍ او ټیټ اقتصاد له امله په کندهار کي ۱۲ زره کورنۍ بې‌ځایه سوي، چي اوس د سرپناه ترڅنګ د روغتیا او تعلیم په برخه کي زیاته اړتیا لري، چي د کډوالو په چارو کي ئې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر فیلیپ ګرانډي څخه وغوښتل، ترڅو په دې برخه کي ځانګړې همکاري وکړي، چي په دې برخه کي د یاد مسؤل له لوري د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي سو.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۳