د کجکي څخه تر کندهار پوري د عمومي 110KV نوي لین غځولو چارو څخه د کندهار حوزې د برېښنا د رئیس لیدنه:

  د کندهار حوزې د برېښنا رئیس ملامحمدحنیف حمزه د کجکي څخه تر لښکرګاه دوراهي او کندهار ښار پوري د غځېدلي 110KV لین د نوي کولو چارو او په سنګین ولسوالۍ کي د برېښنا د سټېشنونو څخه لیدنه وکړه. د یاد غځېدلي لین چاري چي لین به د 120mm څخه په 185mm تبدیلیږي تېره پنج […]

 

د کندهار حوزې د برېښنا رئیس ملامحمدحنیف حمزه د کجکي څخه تر لښکرګاه دوراهي او کندهار ښار پوري د غځېدلي 110KV لین د نوي کولو چارو او په سنګین ولسوالۍ کي د برېښنا د سټېشنونو څخه لیدنه وکړه.

د یاد غځېدلي لین چاري چي لین به د 120mm څخه په 185mm تبدیلیږي تېره پنج شنبه 1400/12/19 نېټه شروع سوي وې.

د لین غځوني چارو د جریان او پر مختګ په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ رئیس ښاغلي انجنیر عبدالاحد بارګزي او کندهار برېښنا عملیاتي معاون انجنیر امیرمحمد ښاغلي حمزه صاحب ته معلومات ورکړل او ویې ویل د کار د شروع څخه  تر نن ورځي پوري 97 فاصلې لین غځول سوی، چي 80 فاصلې لین د ټولو تجهیزاتو سره غځېدلی او بسته سوی دی او 17 فاصلې لین غځول سوی او پر انسلېرونو یې د بسته کولو چاري جریان لري.

ښاغلي حمزه صاحب د کار پرګړنديتوب خوښي وښوده او د تجهیزاتو، وسایلو او وسایطو په اړه یې ډاډ ورکړ، چي د کمبود په صورت کي به په لنډ کي درته رسول کیږي، خو کار باید د ټولو تخنیکي اوصولو سره سم او همداسي ګرندي جریان پیدا کړي.

همدارنګه ښاغلي همزه صاحب د سنګین برېښنا آمریت او ساروان کلا سټېشن څخه هم لیدنه وکړه، د سنګین برېښنا آمریت مسؤلین یې خپلو وظایفو ته متوجه کړل او په ساروان کلا سټېشن کي د تجهیزاتو د ښه استعمال او ساتني په اړه د یاد سټېشن مسؤلینو ته لارښووني وکړې.

د ساروان کلا سټېشن په محوط کي یې د اوبو د هغي ویالې د کانګریټ او پخولو چاري هم د برېښنا شرکت په مالي لګښت جریان درلودی، چي ددې سټېشن په یوه برخه کي تیریږي، د یادي ویالې په اساسي جوړولو سره به د سټېشن د برېښنایي تجهزاتو د پونډېشنونو د تخریب او رطوبت څخه مخنیوی سوی وي.

پنجشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۴