نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولایت مقام په سپارښتنه او د کندهار ښاروالۍ په کوښښ د ښاري نظم له پاره کمپاینونه جریان لري. د کندهار ښاروالۍ د مارکيټونو د تنظیم امريت او ښاري انضباطانو د یک شنبې په ورځ د امنيه قوماندانۍ او ټرافیکو په همکاري د ښار اړوند بېلا بېلو برخو کي د ښاري نظم کمپاین […]
د کندهار د ټرافیکو مديریت وايي، چي ټولي هغه ټرافيکي اشارې رغوي، چي د بېلا بېلو لاملونه په خاطر خرابي سوي دي. د ټرافیکو مديريت د ښاري نظم د لا ښه والي په خاطر له ښاریانو او چلوونکو غوښتنه کړې، چي د ټرافيکي اشارو په شمول ټول ټرافيکي اصول مراعت کړي، تر څو […]
د یکشنبې په ورځ د کندهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري حمدالله یعقوب د یوشمېر سوداګرو سره وکتل، چي پرمهال ئې د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق صدیقي هم حضور درلود. یاده لیدنه کي راغلیو سوداګرو د سوداګرۍ، د سوداګرو د جوازونو او ګڼو نورو برخو […]
د یک شنبې په ورځ د باران موسیسې له لوري یو پروګرام جوړ سوی وو، چي پر مهال ئې د 64 روغتيايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي توکو مرسته اعلان کړل، چي ټول ټال 45 ميليونه افغانۍ لګښت ورباندي راغلی. په کندهار کي د باران مؤسسې تخنیکي مسئول ډاکټر عبدالصبور مدقیق […]
د کندهار امنیه قومندانۍ د شپږمي حوزې زړورو مجاهدینو د جمیل میني په سیمه کښي دوه تنه غله سره له پنځو عرادو موټرسایکلونو ونیول او څلور عرادې موټرسایکلان ئې د اسنادو او شواهدو په اساس خپلو مالکونو ته وسپارل. یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۶
د یکشنبې په ورځ سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار په احمدشاهي جاده کښي د یوه نیالګي په اېښودلو سره د نوي کال د راتګ په موخه رسماً د ۲۲ زره نیالګیو اېښودولو کمپاین پيل کړ، چي پرمهال ئې کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن، د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي حبیبالله […]
د کندهار والي صاحب او نور مسئولینو په هلو څلو د سپین بولدک وېش دروازه سر له نن څخه د هیوادوالو پر مخ د پخوا په څېر خلاصه ده مسافر وروڼه کولای سي چي تګ راتګ وکړي. /۱۴۴۳/۷/۲۶/یکشنبه
کندهار : د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ا،ا،امارت د شهیدانو په یاد لویه غونډه جوړه سوه تر غونډي مخکي ټولو ګډونوالو د ا،ا،امارت په شهیدانو پسي د قران کریم ختمونه وکړل او وروسته غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، چي پکښي د سپین […]
پرون د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ عبدالباقي حقاني د کندهار له پاره د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړي استازي انجنير محمد ناصر نېکزاد په ملتيا د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون “اناستو” څخه ليدنه وکړه. د لوړو زده کړو سرپرست وزير د خبرو په پیل کي […]
د چهارشنبې په ورځ د احمدشاهبابا نړیوال هوايي ډګر د رئیس نقیبالله وفا په مشرۍ په احمدشاهبابا نړیوال هوايي ډګر کي د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې ریاست د اداري او عملیاتي څانګو مسئولینو حضور درلود. غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، […]
د هیواد د کورنیو چارو وزیر الحاج سراجالدین حقاني کندهار ته سفر وکړ او د چهارشنبې په ورځ ئې د کندهار ولایت مقام د غونډو په عمومي تالار کښي د کندهار د ټولو ریاستونو له رئیسانو، د حوزو له آمرینو، د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره وکتل، چي پرمهال ئې کندهار […]
د اسلامي تعلیماتو د معاونیت تر چتر لاندي کندهار کي د دیني مدرسو د وړې او لويي دورې کلنۍ ازمویني رواني دي، چي پکښي ټول ټال ۴۰۴ کسانو برخه اخیستې، چي له یادو کسانو څخه په شپږو ورځو کي د کندهار خرقې مطهرې مسجد جامع ترڅنګ د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کي ازموینه […]
د دوشنبې په ورځ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه شیخ زعفراني صاحب، مولوي سلطان محمد صاحب، مولوي یاسر صاحب او د لسمي حوزې آمر حافظ موسی صاحب، د شنبې په ورځ د کندهار په درېیمه حوزه کښي په رامنځته سوې پېښه کي د شهیدي سوي زناني په فاتحه کي ګډون […]
د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو د بشري چارو د بېړنیو مرستو د مشرانو ګډ پلاوي کندهار ته سفر وکړ او دلته ئې له کندهار والي سره وکتل د ملګرو ملتونو لوړي پوړي پلاوي، چي مشري ئې په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «OCHA» د عملیاتي څار څانګي […]
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق «UNFPA» ادارې مشر ډاکټر الکساندر بوریزورا د دوشنبې په ورځ مازدیګر په ولایت مقام کښي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې په سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق نوی ټاکل سوی مسئول ډان مینا […]