په کندهار کي د ښاري نظم له پاره کمپاینونه دوام لری.

  د کندهار ولایت مقام په سپارښتنه او د کندهار ښاروالۍ په کوښښ د ښاري نظم له پاره کمپاینونه جریان لري. د کندهار ښاروالۍ د مارکيټونو د تنظیم امريت او ښاري انضباطانو د یک شنبې په ورځ د امنيه قوماندانۍ او ټرافیکو په همکاري د ښار اړوند بېلا بېلو برخو کي د ښاري نظم کمپاین […]

 

د کندهار ولایت مقام په سپارښتنه او د کندهار ښاروالۍ په کوښښ د ښاري نظم له پاره کمپاینونه جریان لري.

د کندهار ښاروالۍ د مارکيټونو د تنظیم امريت او ښاري انضباطانو د یک شنبې په ورځ د امنيه قوماندانۍ او ټرافیکو په همکاري د ښار اړوند بېلا بېلو برخو کي د ښاري نظم کمپاین ترسره کړ.

 

د یادولو ده، چي زیات شمېر دوکاندارانو د دوکانو مخته توکي او سامان الات ايښي دي، دغي چاري د ښار پر بې نظمۍ او ګډوډۍ خورا زیات اغېز کړی او ښاروالۍ ئې د مخنیوي له پاره کارونه شروع کړي دي.