نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د یکشنبې په ورځ سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار په احمدشاهي جاده کښي د یوه نیالګي په اېښودلو سره د نوي کال د راتګ په موخه رسماً د ۲۲ زره نیالګیو اېښودولو کمپاین پيل کړ، چي پرمهال ئې کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن، د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي حبیبالله […]
د یکشنبې په ورځ سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار په احمدشاهي جاده کښي د یوه نیالګي په اېښودلو سره د نوي کال د راتګ په موخه رسماً د ۲۲ زره نیالګیو اېښودولو کمپاین پيل کړ، چي پرمهال ئې کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن، د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي حبیبالله آغا صاحب، دیني علماوو او ګڼ شمېر ځوانانو حضور درلود.
ددې کمپاین تر پیلېدو وروسته د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په خپلو خبرو کي وویل، دا ډېر د خوښۍ ځای دئ، چي ټول هیوادوال د شرعي نظام په راتګ سره په ارامۍ او هوسايي کي ژوند تېروي او د خپلو خبرو په دوام ئې له ټولو هیوادوالو څخه وغوښتل، ترڅو ددې تاریخي ښار په ښکلا او سمسورتیا کي خپل مسئولیت اداء کړي، چي په خبره ئې لومړی دي هیوادوال نیالګي کښېږدي او وروسته دي ئې په سم ډول پالنه وکړي.
کندهار والي ددې ترڅنګ پر علماوو هم ږغ وکړ، ترڅو د ښار د پاکوالي، سمسورتیا او نیالګیو اېښودولو په برخه کي هیوادوالو ته پوهاوی ورکړي، ترڅو له اړوندو ادارو سره ټول هیوادوال اوږه په اوږه کار وکړي.
وروسته د کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن وویل، د پلان له مخي کندهار ښاروالي سږکال ۲۲ زره نیالګي د ښار په ټولو ناحیو، عمومي جادو او پارکونو کي کښېنوي، چي په خبره ئې له دې وروسته به ۴ زره نور نیالګي هم د سوداګرو او کندهار ښاریانو په مرسته د ښار په بېلابیلو برخو کي کښېنوي، ترڅو ددې تاریخي ښار په ښکلا او سرسبزه کولو کي مهم رول اداء کړي.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.