د افغان سرې میاشتي ټولني کښته شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ کي د «۳۴۲» اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

  د سې‌شنبې په ورځ د کندهار افغان سرې میاشتي ټولني د کندهار کښته شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ کي له «۳۴۲» اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه، چي د ۱۵۸ کورنیو سره به ئې بیا سبا چهارشنبه وکړي. په یاده مرسته کي اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، مکروني، دال، آش، مربا، […]

 

د سې‌شنبې په ورځ د کندهار افغان سرې میاشتي ټولني د کندهار کښته شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ کي له «۳۴۲» اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه، چي د ۱۵۸ کورنیو سره به ئې بیا سبا چهارشنبه وکړي.

په یاده مرسته کي اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، مکروني، دال، آش، مربا، کمپلي، د کوچنیانو بوټونه، د کوچنیانو دسکلې، د کوچنیانو جرابي، د لویانو جوړ ژمنی لباس، د کوچنیانو ژمني لباسونه او د لویانو لپاره جرابې شاملي وې.

کندهار کي د افغان سرې میاشتي ټولني ریاست وايي، د مرستي ورکوني دا پروسه اوس د کندهار په ولسوالیو کي روانه ده.

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۸/۵
د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز