د کندهار په کښته شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ کي د یوه چیک ډم د جوړېدو چاري پيل سوې

  د سې شنبې په ورځ کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم صاحب سره یوځای د کندهار کښته شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ئې ددې ولسوالۍ د سوزني کلي بند د جوړېدو چاري رسماً د پټۍ په پریکولو سره […]

 

د سې شنبې په ورځ کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم صاحب سره یوځای د کندهار کښته شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ئې ددې ولسوالۍ د سوزني کلي بند د جوړېدو چاري رسماً د پټۍ په پریکولو سره پیل کړې، چي پرمهال ئې د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمود مظلوم او د سیمي ګڼ شمېر قومي مشرانو او سپین‌ږیرو حضور درلود.

د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم صاحب وویل، دا بند د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري جوړیږي، چي څلوېښت زره جریبه مځکه به خړوبه کړي، د پنځو میاشتو په موده کي به یې ټولي چاري بشپړي سي او ددې ترڅنګ ئې زیاته کړه، چي ددې بند د جوړېدو په برخه کي به په لسګونه خلګو ته د کار زمینه هم برابره سي.

د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک د یاد بند د جوړېدو د پيل په مراسمو کي لومړی خوښي وښوودله چي د کندهار په کښته شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ کي د یوه چیک ډم د جوړېدو چاري رسماً پيل سوې او په خپلو خبرو کي ئې زیاته کړل، چي ا،ا،امارت به لاهم کوښښ وکړي، چي د دې ولس لپاره په هره برخه کي خدمت ترسره کړي.

ښاغلي مبارک د خپلو خبرو په وروستیو کي دا چیک ډم خورا مهم یاد کړ او زیاته ئې کړه، چي په دې بند کي به د باران اوبه ذخیره سي او د سیمي اوسېدونکي به د کروندې ترڅنګ په نورو برخو کي ورڅخه ګټه اخلي.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۳