کندهار کي د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځينه فارغ سول

  کندهار کي د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځينه فارغ سول، چي د پنجشنبې په ورځ د کندهار په یوه خصوصي سالون کښي ورته ځانګړي مراسم نیول سوي، چي په یادو مراسمو کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري او […]

 

کندهار کي د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځينه فارغ سول، چي د پنجشنبې په ورځ د کندهار په یوه خصوصي سالون کښي ورته ځانګړي مراسم نیول سوي، چي په یادو مراسمو کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري او ګڼ شمېر سپین‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د فراغت په یادو مراسمو کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک لومړی خوښي وښودله، چي د یوه سپېڅلي اسلامي نظام، سولي، امن، سوکالۍ او آزاد افغانستان تر چتر لاندي په یوې داسي غونډه کي ګډون کوي، چي پکښي محصلین تر څلور کلني دورې وروسته ټولني ته د خدمت په موخه فارغیږي او په خپلو خبرو کي ئې وویل، د بدبختۍ ځای دئ، چي تېر شل کلن اشغال د نورو برخو ترڅنګ د افغانانو پر تعلیمي برخه هم خورا زیات منفي اغېز وکړ او زیاته ئې کړه، د ا،ا،امارت اړوند مسئولین اخته دي، چي داسي نصاب جوړ کړي، چي د اسلام، ملت، ټولني او زموږ د نوي نسل اصلي انځور پکښي موجود وي.

د کندهار مرستیال والي د خپلو خبرو په دوام وویل، دې نظام کښي د اسلام په رڼا کښي د هر وګړي تعلیمي او بشري حقونه خوندي دي او ټولو مسلکي کادرونو ته ئې ډاډ وړاندي کړ، چي د ا،امارت ټول مسئولین له مسلکي کادرونو څخه د نظام په هره برخه کي کار اخلي.

هغه د خپلو خبرو په وروستیو کي له ټولو فارغ محصلینو څخه وغوښتل، ترڅو ددې ځورېدلي ولس لپاره د الله ج په خاطر ډېراو په سم ډول کار وکړي او په دې خپله وړتیا نظام، ولس او خپل ویاړلی تاریخ وساتي.

پنجشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۴