د چاپېریال ساتني ریاست له لوري کندهار کي رسماً د نیالګیو اېښودلو کمپاین پيل سو

  د چهارشنبې په ورځ سهار کندهار په پوهنتون کښي د کندهار چاپېریال ساتني ریاست له لوري رسماً د نیالیګو اېښودلو کمپاین پيل سو، چي یاد کمپاین د کندهار چاپېریال ساتني رئیس نورالله عادل، د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مفتي میرزامحمد امیرزي او د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکریا امیرزاده […]

 

د چهارشنبې په ورځ سهار کندهار په پوهنتون کښي د کندهار چاپېریال ساتني ریاست له لوري رسماً د نیالیګو اېښودلو کمپاین پيل سو، چي یاد کمپاین د کندهار چاپېریال ساتني رئیس نورالله عادل، د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مفتي میرزامحمد امیرزي او د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکریا امیرزاده له لوري پيل سو، چي پرمهال ئې د بېلابیلو پوهنځیو اُستادانو او مسئولینو او ګڼ شمېر محصلینو حضور درلود.

د یاد کمپاین تر پیلېدو وروسته د کندهار چاپېریال ساتني رئیس نورا‌لله عادل وویل، د کندهار چاپېریال ساتني ریاست له لوري سږ کال په کندهار کي ۲۰ زره نیالګي اېښودل کیږي، چي نن ئې رسماً په یو لړ خاصو مراسمو سره پرانیستنه وسوه او زیاته ئې کړه، چي یاد نیالګي به دوی په پوهنتونونو او ښوونځیو کي کښېږدي.

د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکریا امیرزاده لومړی د کندهار چاپېریال ساتني ریاست څخه ددې اقدام په پار ځانګړې مننه وکړه او زیاته ئې کړه، کومه سیمه چي شنه وي او وني پکښي موجودي وي، نو هوا ئې ډېره پاکه وي او د روغتیا لپاره همهغه هوا ډېره ګټوره تمامیږي.

پوهنوال ډاکټر محمد زکریا امیرزاده د خپلو خبرو په وروستیو کي له ټولو هیوادوالو وغوښتل، ترڅو نیالګي کښيږدي او وروسته ئې په سم ډول پالنه وکړي.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۳