په کندهار کي د ټرافیکي نظم له پاره بريالۍ هڅي رواني دي.

  د سه شنبې په ورځ د ټرافیکو مديریت او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکاري د ټرافیکي اصولو د مراعتولو پراخ کمپاين ترسره سو. په دې کمپاین کي د عامه پوهاوي په برخه کي د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال ملا شمس الله صمیم او د کندهار ټرافیکو ګډون کړی وو. د اطلاعات […]

 

د سه شنبې په ورځ د ټرافیکو مديریت او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکاري د ټرافیکي اصولو د مراعتولو پراخ کمپاين ترسره سو.
په دې کمپاین کي د عامه پوهاوي په برخه کي د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال ملا شمس الله صمیم او د کندهار ټرافیکو ګډون کړی وو.

د اطلاعات او کلتور رياست مرستیال د باختر خبري آژانس سره په خبرو کي وویل، چي د ټرافيکي نظم ياد کمپاين ئې د ښار د ګډوډيو د مخنيوي، نظم او ټرافيکي قوانينو د عملي کېدو په هدف ترسره کړ.
نوموړی زياتوي، چي په تېړو څو ورځو کي په ښار کي ډېر نظم راغلی او نور به هم په ياد کمپاين سره ښار ډېر منظم سي.

په کمپاین کي د ټرافیکي اصولو د مراعتولو تر څنګ د ا.ا د مشرتابه له لوري د هغو پنځو مادو پر عملي کېدو ټينګار کېدئ، چي څو ورځي وړاندي له ولس سره شریکي سوي دي.
په مادو کي یادونه سوې وه:

1: مجاهدین او عام خلک دي د اسلامي امارت د مشرتابه عکسونه پر موټرانو نه مښلوي.
2: ټول اوسېدونکي دي برېښنایي تذکرې جوړي کړي.
3: تر اتلس کلنۍ کښته عمر لرونکي ځوانان دي په هيڅ صورت موټر نه چلوي.
4: ټول موټر چلونکي دي لايسنس ترلاسه کړي.
5: موټر چلونکي دي ترافیکي اشارې او ټرافيکي نښي په جدي ډول په پام کې ونیسي او ټرافیکي اصول دي عملي کړي.

د ټرافیکي اصولو او قوانينو مراعتولو په دې کمپاین کي ټرافیکو په ډېر ښه چلند سره ولس او ټولو چلوونکو ته د ټرافیکي قوانينو په اړه معلومات ورکول او هغوی ته دا ور فهمول کېدل، چي د يوه ښار نظم او منظموالی خپله په ښاریانو پوري اړه لري او دا کار هغه وخت شونی دئ، چي ښاريان ټول ټرافيکي قوانين عملي کړي.

عام ښاریان د اطلاعات او کلتور رياست د عامه پوهاوي او د ټرافيکو مديریت د هڅو څخه ډېر خوشاله وه، هغوی يادونه وکړه، چي ټرافیکي اصول مراعتول د ښاري ژوند تر ټولو غوره فرهنګ دئ، ځکه که چلوونکي او ښاریان ټرافيکي اصول مراعت کړي، د ښار په نورو چارو او کارونو کي هم منظموالی راځي.

د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا په ځانګړې سپارښتنه ټرافیکو مدیریت په ښار کي د ټرافيکي نظم له پاره خپلي هڅي زياتي کړي دي، د ښار پر يو طرفه جادو او سړکانو باندي د وسايطو پر تګ جدي بنديز لګېدلی او چلوونکو ته د لایسنس جوړولو سپارښتنه کیږي.
اطلاعات او کلتور رياست د ټرافيکو مديریت سره په ګډه د ټرافیکي نظم له پاره عامه پوهاوی شروع کړی، چي تر ډېره حده پوري ئې مثبته پايله ورکړې ده.