غزني قرباغ ولسوالۍ ته د ولایت رهبري مقام لخوا لوړ رتبه هیئت سفر وڪړاو دیادې ولسوالۍ قومې مخورو مسئولېنو سره یې وکتل

  نن ورځ یک شنبه د یاد ولایت رهبري مقام لخوا یو لوړ پوړی هیئت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وڪړ یاد سفرکې د قرباغ محترم ولسوال او قومندانۍ امنیه او د یادې ولسوالۍ له قومې مخورو سره وکتل او په یولړموضوعاتو خبرې وکړي د یاد سفرپه ترڅ کې د انکشاف دهاد محترم رئیس مولوي صیب […]

 

نن ورځ یک شنبه د یاد ولایت رهبري مقام لخوا یو لوړ پوړی هیئت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وڪړ یاد سفرکې د قرباغ محترم ولسوال او قومندانۍ امنیه او د یادې ولسوالۍ له قومې مخورو سره وکتل او په یولړموضوعاتو خبرې وکړي د یاد سفرپه ترڅ کې د انکشاف دهاد محترم رئیس مولوي صیب امیني ،د کرهڼي او زراعت محترم رئیس مولوي عبدالمنان اکرام، د امنیه قومندانۍ د پولېسو دحقوقو مدیر قاري صیب محمد کاظم (امان) د اطلاعاتو او ڪلتور امیر اومرستیال مولوي عبدالله (منصور ) د درېیمي محمدي لواء د لوژستیک مدیر مولوي جندالله صیب حضور درلود
د هیئت موخه او پلان د اسلامي امارت له راتګ سره د ولسوالیو امنیتي، اقتصادي، ټولنیز وضعیت، څه لاسته راوړني او د خلکو ستونزي څه دی ،د توزیع شویو مرستواو کومکونو اړوند د خلکو رضایت اونورو اړوند، موضوعات ول
د یادوني وړدی چې دیادې ولسوالۍ خلکو د یاد لوړ پوړې هیئت تود هر کلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه
او یولړ مو ضوعات یې د یاد پلاوې سره شریک کړل.
د یاد وني وړدی چې دا لړۍ به نورو ولسوالیوته هم جریان لري بشپړ راپور به روسته نشر شي.

۱۴۴۳/۸/۱۰