د مدرسو او ښوونځیو ترمنځ سته واټن باید په ګډه لمنځه یوسو

  یادي څرګندوني د کندهار د پوهني رئیس مولوي فخرا‌لدین نقشبندي د پنجشنبې په ورځ سهار سړو سیمو کي د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پيل په موخه جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال ئې د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام، د […]

 

یادي څرګندوني د کندهار د پوهني رئیس مولوي فخرا‌لدین نقشبندي د پنجشنبې په ورځ سهار سړو سیمو کي د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پيل په موخه جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال ئې د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام، د کندهار د پوهني ریاست مامورینو او کارکوونکو، د ښوونځیو مسئولینو او ښوونکو، د نورو علمي بنسټونو مسئولینو او استازیو او ګڼ شمېر زده‌کوونکو ګډون کړی وو.

یاده غونډه چي د کندهار د پوهني ریاست د غونډو په تالار کښي جوړه سوې وه، د کندهار د پوهني رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي لومړی د غونډي له ګډونوالو سره د پوهني وزارت له لوري رااستول سوی پیغام شریک کړ، چي پکښي راغلي وه، د پوهني وزارت اراده لري، چي په خپل ټول ظرفیت او امکاناتو سره په هیواد کي نوی تعلیمي کال پيل او د زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال او لازم ښوونیز او روزنیز شرایط برابر کړي، د ولایتونو ټول د پوهني مسئولین او د ښوونځیو مسئولین باید د تعلیمي کال په بهیر کي د پوهني وزارت د تعلیمي پلانونو د باکیفیته تطبیق لپاره خپل مسئولیت په پوره امانتدارۍ او ژمنتیا سره اداء کړي، ولایتي مسئولین باید د وزارت د بودیجې په پام کي نیولو سره مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کي د زده‌کوونکو د ښووني او روزني لپاره مناسب، معیاري او خوندي چاپېریال رامنځته کړي او د ټولو مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو ښوونکي او زده‌کوونکي باید د لباس او یونیفورم په برخه کي شرعي او ملي معیارونه په نظر کي ونیسي.

همدا راز یاد پیغام کي راغلي وه، د پوهني وزارت خپل ګران ملت ته ډاډ ورکوي، چي یاد وزارت د هیوادوالو ټولو ښوونیزو او روزنیزو حقونو ته په بشپړ ډول ژمن دی او له ټولو هیوادوالو ئې وغوښتل،ترڅو خپل اولادونه مدرسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو ته واستوي، چي د هیواد راتلونکی نېکمرغه کړي.

د پوهني وزارت تر پیغام شریکولو وروسته د کندهار د پوهني رئیس د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، لومړنۍ هڅه به ئې داوي، چي د ښوونځیو او مدرسو ترمنځ واټن له منځه یوسي او په دې برخه کي ئې د ټولو اُستادانو، علماوو او زده‌کوونکو رول مهم یاد کړ او ورڅخه ئې وغوښتل، چي د مدرسې د زده‌کونکي او د ښوونځي د زده‌کوونکي ترمنځ پراته خنډونه لمنځه یوسي، ترڅو ټول د ورورولۍ په فضاء کښي د یوه پرمختللي افغانستان لپاره دیني او عصري زده‌کړي وکړو.

غونډه کي د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام لومړی په سړو سیمو کي د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پيل په موخه ټولو ته مبارکي وویله، چي په خبره ئې سړو سیمو کي نوی ښوونیز کال پر داسي مهال پیلیږي، چي افغانستان کي په بشپړه توګه ازادي، سوکالي او ارامي شتون لري او له ټولو هیوادوالو ئې وغوښتل، ترڅو زده‌کړي وکړي؛ ځکه الله ج ته هغه کس زیات ارزښت لري، چي پوهیږي او الله ج علم لرونکي ته لوړ مقام ورکړی دی.

د غونډي په وروستیو کي د کندهار د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مفتي قدرت‌الله الوصال بیا د ټولو ښوونځیو او مدرسو له زده‌کوونکو وغوښتل، ترڅو زده‌کړي وکړي او د علم له اړخه له نړۍ سره ځان سیال کړي.

پنجشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۱