کندهار والي په سپین بولدک ولسوالۍ کي سپین کلیمه لرونکی بیرغ پورته کړ او هم ئې د مسافرو لپاره انتظار ځای رسماً ګټي اخیستني ته وسپاره

  د جمعې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ئې لومړی په کمېسارۍ کي د مسافرو لپاره انتظار ځای رسماً ګټي اخیستني ته وسپاره او په دوهم قدم کي ئې فرضي کرښي ته څېرمه د ا،امارت بیرغ، چي د ستني اږدوالی ئې ۵۲ […]

 

د جمعې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ئې لومړی په کمېسارۍ کي د مسافرو لپاره انتظار ځای رسماً ګټي اخیستني ته وسپاره او په دوهم قدم کي ئې فرضي کرښي ته څېرمه د ا،امارت بیرغ، چي د ستني اږدوالی ئې ۵۲ متره وو ورپاوه، چي پرمهال ئې د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي محمدسلیم صابر، د ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام، د ولایت مقام د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مفتي میرزا محمد زاهد، د ګمرک رئیس مولوي محمدحامد احمد، د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري حمد‌الله یعقوبي، د سپین بولدک ولسوال ملااغا، د بولدک امنیه قومندان محمودصاحب، د کمېسارۍ مسئول حافظ عصمت الله، نورو علماوو، قومي مشرانو، سپين‌ږیرو سوداګرو او ګڼ شمېر نورو مسئولینو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کي لومړی دریو تنو دیني عالمانو شیخ الحدیث مولوي احمدجان، شیخ الحدیث مولانا محمد نسیم صاحب او مولوي عبدالله رهنما خبري وکړې. دوي وویل، الله ج زموږ ټولو افغانانو سره لوی احسان وکړ، هغه دا چي شل کلن اشغال پای ته ورسېد، باید ټول افغانان د خدای ج شکر اداء کړو او اوس پکار داده، چي ددې نظام د ساتلو او دوام په برخه کي د ا،امارت د مشرانو ملاتړ او پیروي وکړو او هر ډول قربانیو ته چي دا نظام د ساتلو په برخه کي اړتیا لري ورکړو.

دوی د ا،امارت له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه، چي مسافرو ته ئې د هوسایني او انتظار په موخه ځانګړی او په هر ډول سهولتونو برابر ځای جوړ کړ، چي په خبره ئې په دې سره به ټول افغانان که نارینه وي او که ښځینه وي دلته د زیاتي ګرمۍ، یخ او باران څخه خوندي وي.

همدا راز د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند له ولایتي ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه، چي سوداګرو ته ئې اسانتیاوي رامنځته کړي او ورسره په ټولو چارو کي بشپړه همږغي ساتي. ښاغلي صدیق ډاډ وړاندي کړ، چي سوداګر به له ا،امارت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د خپلو خبرو په پيل کي لومړی د شل کلن اشغال پر وړاندي د ولس، مجاهدینو او علماوو د مبارزو او قربانیو ستاینه وکړه او زیاته ئې کړه، چي په تېر شل کلن اشغال کي پر افغانانو داسي ظلمونه وسول، چي د هیڅ هیواد په تاریخ کي نسته.

حاجي محمدیوسف وفا دا نظام د ټولو ګډ نظام یاد کړ او زیاته ئې کړه، لکه څنګه چي د اشغال پر وړاندي ټینګه مبارزه وسوه او وینه توی سوه اوس په کار داده، ترڅو ټول افغانان لاسونه سره یو کړو او ددې نظام د ساتلو او دوام په موخه شپه او ورځ کار وکړو.

کندهار والي ددې ترڅنګ پر نړیوالو هیوادونو هم ږغ وکړ، چي په افغانستان کي اوس په بشپړه توګه امنیت دی، ټولي چاري د یوې واحدي قومندې تر چتر لاندي ترسره کیږي، نو باید ژر تر ژره ئې په رسمیت وپېژني او هم ئې په بهر کي له مېشتو افغانانو وغوښتل، ترڅو بیرته هیواد ته راستانه سي، چي په خبره ئې دا یې خپله خاوره او خپل نظام دی.

هغه د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله د ولس له ټولو ستونزو پر وخت خبریږي او د حل په موخه ئې اړوندو مسئولینو ته ژر تر ژره لارښووني کوي، چي ترټولو ښه بېلګه ئې چمن ته د اوښتونکو افغان مسافرینو حالت وو، چي دادی ورته په هر ډول سهولتونو برابر انتظار ځای د هوسایني په موخه جوړ سو.

د یادولو وړ ده، چي په سپین بولدک ولسوالۍ کي د مسافرو له پاره یاد انتظار ځای د ا،ا،امارت له ځانګړي بودیجې څخه د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو میاشتو په موده کي جوړ سو، چي دننه په انتظار ځای کي د نارینه او ښځینه وو لپاره جلا ـ جلا مسجدونه او عصري تشنابونه سته