د صنعت او سوداګرۍ په برخه کي پرتې ستونزو لیري کوو

  یادي څرګندوني د کندهار د ګمرک نوي رئیس مولوي محمد حامد احمد د سې‌‌شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کښي د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني رئیس سیدمحمد سرور آغا اماني، ددې خوني مرستیال حاجي یارمحمد رحماني، د خوني د نظارتي کمېټې استازو حاجي محمدقسیم خان رسول‌یار، حاجي محمد اکبر افغان زاده، […]

 

یادي څرګندوني د کندهار د ګمرک نوي رئیس مولوي محمد حامد احمد د سې‌‌شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کښي د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني رئیس سیدمحمد سرور آغا اماني، ددې خوني مرستیال حاجي یارمحمد رحماني، د خوني د نظارتي کمېټې استازو حاجي محمدقسیم خان رسول‌یار، حاجي محمد اکبر افغان زاده، حاجي حيات الله خان، د خوني مديره هیئت غړی حاجي فيض الحق مشکاني او يوشمېر نورو صنعکارانو سره په لیدنه کښي وکړې.

د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني رئيس سیدمحمد سرور آغا لومړی د صنعتي تولیداتو په اړه د ګمرک رئیس ته هر اړخیزه معلومات وړاندي کړل او وروسته ئې د پنبې د صادراتو، ولایتونو ته د محصول سویو خامو موادو لېږد، د صنعتکارانو د مشینرۍ او خامو موادو د تضمین او یوشمېر نورو برخو کي د صنعتکارانو ستونزي شریکي کړې او د حل په موخه ئې ورڅخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

د کندهار د ګمرک رئیس مولوي محمد حامد احمد لومړی خوښي وښودله، چي پانګه‌وال صادراتو ته ځانګړې توجه لري او وده ورکوي او زیاته ئې کړه، چي د ،ا،ا،امارت په راتګ سره اوس په بشپړه توګه د کار کولو او پانګي اچوني زمینه برابره ده، چي باید صنعتکاران نور هم په خپلو کارونو کي زیاتوالی راولي.

مولوي محمد حامد احمد د صنعت او سوداګرۍ په برخه کي د ټولو پرتو ستونزو د لیري کېدو ډاډ وړاندي کړ او زیاته ئې کړه، د ا،ا،امارت هر مسئول ته صنعت او سوداګرۍ ته وده ورکول لومړیتوب لري، ترڅو ټولنه له دې اړخه ځان بسایني ته ورسیږي.

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۹