د ډنډ ولسوال ددې ولسوالۍ له دیني عالمانو سره وکتل

  د یکشنبې په ورځ ماپښين د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ولسوال محترم حافظ صدیق صاحب د ډنډ ولسوالۍ د غونډو په تالار کښي ددې ولسوالۍ د بېلابیلو سیمو له دیني عالمانو سره وکتل، چي یاده لیدنه کي پر یو لړ مهمو مسائیلو بحث او خبري وسوې. د لیدني په پیل کښي راغلیو دیني عالمانو […]

 

د یکشنبې په ورځ ماپښين د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ولسوال محترم حافظ صدیق صاحب د ډنډ ولسوالۍ د غونډو په تالار کښي ددې ولسوالۍ د بېلابیلو سیمو له دیني عالمانو سره وکتل، چي یاده لیدنه کي پر یو لړ مهمو مسائیلو بحث او خبري وسوې.

د لیدني په پیل کښي راغلیو دیني عالمانو لومړی د ډنډ ولسوالۍ د ولسوال، ټولو مجاهدینو او د ټولو برخو له مسئولینو څخه خوښي وښودله او زیاته ئې کړه، چي ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ته په هره برخه کي ښه خدمات ترسره کوي، مجاهدین له خلګو سره ښه رویه کوي او په بشپړه توګه ئې امنیت خوندي کړی.

وروسته د ډنډ ولسوال حافظ صدیق ټولو دیني عالمانو ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي ورسره همکاري او همږغي ساتي.

حافظ صدیق وویل دیني عالمان د ښې حکومتولۍ په برخه کي خورا مهم رول لري، چي په خبره یې تل به یې ورسره ناستي او مشورې دوام ولري.

هغه راغلیو دیني عالمانو ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۷