د کندهار والي په مشرۍ د امنیتي مجلس غونډه جوړه سوه

  د یکشنبې په ورځ ولایت مقام کښي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د امنیتي مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک، د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود، د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د کندهار […]

 

د یکشنبې په ورځ ولایت مقام کښي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د امنیتي مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک، د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود، د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د کندهار ولایت مقام د دقتر رئیس مولوي محب الله، د کندهار د امر بالمعروف و نهي عن المنکر ریاست رئیس مولوي عبدالرحمن منیر، د کندهار ولایت مقام مالي او اداري رئیس صابر مولوي صاحب او د کندهار د والي استازي مولوي سلطان محمد پکښي ګډون کړی وو.

د کندهار والي په مشرۍ په یاده امنیتي غونډه کي د کندهار ښار په ټولو سیمو او ټولو ولسوالیو کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه بحث او خبري وسوې او نظریات شریک سول.

کندهار والي د ټولو امنیتي اُرګانونو له مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو په ټولو برخو کي له یو بل سره همکاري ولري، همږغي وساتي او د کارونو د پرمختګ په برخه کي د یو او بل ملاتړ وکړي او د کندهار د امنیت لا خوندیتوب ته نوره هم ځانګړې توجه ولري.

همدا راز غونډه کي پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبري وسوې او د کندهار والي صاحب په مشرۍ ورباندي لازمي پریکړي او تصمیمونه ونیول سول.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۷