د ا.ا ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معین په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.

د ا.ا ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معين ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه، چي پر مهال ئې د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعید، د ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم او په یاده فابریکه […]

د ا.ا ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معين ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه، چي پر مهال ئې د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعید، د ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم او په یاده فابریکه کي پانګوالو او تجارانو حاجي محمد سعید صدیق د سنو فارما رئیس، شاهد احمد پوپل، حاجي محمد طاهر صدیق، محمد شعیب صدیق، عبدالکریم هوتک او يو شمېر نور پانګوال او سوداګر هم موجود وه.

د ا.ا ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معین ذبیح الله مجاهد په کندهار کي د درملو د دومره لويي او معیاري فابريکې موجودیت د ټولو هيوادوالو له پاره د وياړ ځای یاد کړ او خوښي ئې څرګنده کړه، چي د “سنوفارما” په څېر لويي فابریکې په فعالیت شروع کوي، نه یوازي، چي درمل به تولیدوي، بلکي زرګونو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمينه هم برابره سي.

ښاغلي مجاهد زياته کړه، چي د “سنو فارما” درملو توليدي فابریکه به تر ډېره ځایه د هیواد په کچه د درملو ستونزه حل او د وخت په تېرېدو سره به ئې تولید سوي درمل تر نورو هيوادونو پوري ورسيږي، چي دا د ا.ا لويه هیله هم ده.

د ا.ا په استازیتوب ښاغلي ذبیح الله مجاهد پانکوالو او سوداګرو ته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او له ټولو تجارانو او پانګه والو څخه ئې مننه وکړه، چي په هيواد کي دننه پانګونه کوي، کاري فرصتونه را منځته کوي او فابریکې جوړوي.
ښاغلي مجاهد یادونه وکړه، چي ا.ا به تجارانو ته د اسانتياوو په برابرولو کي د امکان تر حده هيڅ ډول امکانات درېغ نه کړي.

د ا.ا ویاند او د اطلاعات او کلتور ریاست نشراتي معین په اخره کي یو ځل بیا له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل، چي په هیواد کي دننه پاته سي او د خپل وطن په جوړولو کي برخه واخلي.
ښاغلي مجاهد افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړ، جوړېدل، پرمختګ او لاسته راوړني ئې هم د ټولو هیوادوالو په ګډ کار کولو سره حتمي وبللې.