د کندهار ـ سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د پاته سړک سروې د جوړېدو په موخه روانه ده

  د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خاصه سپارښتنه د کندهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د کندهار ـ سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د پاته سړک سروې د مسلکي انجنیرانو له لوري د جوړېدو په موخه روانه ده، چي یاد سړک د میل د پُله څخه بیا د بولدک ولسوالۍ تر بازار […]

 

د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خاصه سپارښتنه د کندهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د کندهار ـ سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د پاته سړک سروې د مسلکي انجنیرانو له لوري د جوړېدو په موخه روانه ده، چي یاد سړک د میل د پُله څخه بیا د بولدک ولسوالۍ تر بازار پوري دئ، چي ټوله ۳۹،۶ کیلو متره دئ.

د کندهار د ټولګټو چارو رئیس حاجي نعمت‌الله سراجي وايي، ددې پاته سړک د جوړېدو چاري به رسماً تر سروې ختمېدو وروسته پيل سي.

د حاجي نعمت‌الله سراجي په خبره د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خاصه سپارښتنه، چي په همدې موخه ئې کندهار ته سفر کړی، د یاد سړک د سروې ترڅنګ د باغ پُل ـ د هلمند تر دوراهي پوري د غځېدلي سړک ترمیمېدو، د کندهار ـ زابل پوري د غځېدلي سړک ترمیمېدو او د باغ پُل د پله سروې عملاً روانه ده، چي تر سروې ختمېدو وروسته به ئې ډېر ژر د ترمیم کېدو چاري ترسره سي.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۸