کندهار کي د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ د سرخ پوشان لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېد

  کندهار کي د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ د دوولسو لوبډلو ترمنځ ترسره سو، چي په پایله کي ئې د هرات سرخ پوشان لوبډلي تر نورو ټولو لوبډلو زیاتي ۲۷ نمرې ترسره لاسه کړې او په یاد لیګ کي ئې لومړی مقام خپل کړ. پرون جمعه د یاد لیګ وروستۍ لوبه ترسره سوه او وروسته […]

 

کندهار کي د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ د دوولسو لوبډلو ترمنځ ترسره سو، چي په پایله کي ئې د هرات سرخ پوشان لوبډلي تر نورو ټولو لوبډلو زیاتي ۲۷ نمرې ترسره لاسه کړې او په یاد لیګ کي ئې لومړی مقام خپل کړ.

پرون جمعه د یاد لیګ وروستۍ لوبه ترسره سوه او وروسته د هرات سرخ پوشان لوبډلې ته د لومړي مقام جایزه د افغانستان د بدني روزني او ورزش د رئیس نظرمحمد مطمین او د افغانستان فوټبال فدراسیون د فني مرستیال حافظ احمد ځدران له لوري ورکول سوه.

شنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۳