د ګچو پخولو د کرو او استخراج د کانونو څخه نظارت وسو

د دوشنبې په ورځ د کندهار چاپېریال ساتني رئیس نورالله عادل په لارښوونه ددې رياست ګډ نظارتي ټيم د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د ګچو د پخولو د کرو او شاوخوا استخراجي سيمو څخه نظارت او ليدنه وکړه. د کندهار چاپېریال ساتني ریاست رئیس نورالله عادل وایي، د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو […]

د دوشنبې په ورځ د کندهار چاپېریال ساتني رئیس نورالله عادل په لارښوونه ددې رياست ګډ نظارتي ټيم د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د ګچو د پخولو د کرو او شاوخوا استخراجي سيمو څخه نظارت او ليدنه وکړه.

د کندهار چاپېریال ساتني ریاست رئیس نورالله عادل وایي، د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کي يو شمېر کسان په خپل سري او غير قانوني ډول ګچ استخراجوي او وروسته ئې په همغه سيمه کي په غير معياري ډول پخوي، چي دا کړنه په سيمه کي د زياتو چاپېريالي او روغتيايي ستونزو سبب ګرځي.

د چاپېريال ساتني رياست کارمندانو د يادي سيمي څخه نظارت پر مهال لاندي چاپېرياليزي سرغړوني تشخيص کړې:

١- د پلاسټيکي توکو، ربړي ټايرونو او طبي کثافاتو څخه د سون توکو په حيث استفاده کول.
٢- د کارکوونکو د روغتيا لپاره لازم تدابير نه وه نيول سوي.
٣- کورونو او کرهڼيزو سيمو په نژدې شاوخوا کي د ګچو د پخولو کرې فعاله وې.
٤- د چاپېريال ساتني جواز نه درلودل.

د نظارت پرمهال د ګچو د کارباريانو د وکيل او يو شمېر مسٶلينو سره د دغو ستونزو او سرغړونو په هکله خبري وسوې او په غير معياري ډول د ګچو د پخولو د چاپېريالي او روغتيایي زيانونو په هکله پوهاوى ورکړل سو.

د کُرو مسٶلينو يادي ستونزي ومنلې او ژمنه ٸې وکړه، چي د چاپېريال ساتني جواز به اخلي او خپل فعاليتونه به په معياري ډول ترسره کوي، ترڅو د هوا ککړتيا د مخنيوي ترڅنګ د خپلو کارکوونکو او د شاوخوا سيمو د اوسيدونکو روغتيا تضمين سوې وي.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۸