مولوي محمود حامد د کندهار د ګمرک رئیس وټاکل سو

کندهار: د مالیې وزارت د حکم په اساس مولوي محمود حامد په دوهم بست کي د کندهار د ګمرک رئیس وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د مالیې وزارت د مرستیال ملا اخترمحمدناصر اخند، د ګمرکاتو د ښووني او روزني مسئول مولوي عبدالهادي سیف‌الخالد، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري، د […]

کندهار:

د مالیې وزارت د حکم په اساس مولوي محمود حامد په دوهم بست کي د کندهار د ګمرک رئیس وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د مالیې وزارت د مرستیال ملا اخترمحمدناصر اخند، د ګمرکاتو د ښووني او روزني مسئول مولوي عبدالهادي سیف‌الخالد، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري، د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مفتي میرزا محمد زاهد له لوري ددې ریاست مامورینو او کارکوونکو ته ورپېژندل او همدارنګه د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو، چي پرمهال ئې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند او ګڼ شمېر نورو سوداګرو هم حضور درلود.

د پېژندني په یادو مراسمو کي د مالیې وزارت مرستیال ملااخترمحمد ناصر اخند، د ګمرکاتو د ښووني او روزني مسئول مولوي عبدالهادي سیف‌الخالد او د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند خبري وکړې. دوی په خپلو خبرو کي د ګمرک ریاست له مخکني رئیس جار‌الله آغا څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ټولي چاري ئې په ښه ډول مخته یو وړې او له نوي رئیس څخه ئې وغوښتل، ترڅو ورسپارل سوې دنده په ښه ډول مخته یوسي.

د کندهار د ګمرک ریاست نوي رئیس ډاډ څرګند کړ، چي د مالیې وزارت د اُصولو مطابق به شپه او ورځ د ولس په خدمت کي تېروي.

شنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۶