نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دروان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذو القعدې میاشتې پر (۲۸) نېټه د هرات ولایت د فقهي مجالسو رئیس مولوي محمد ولي صاحب معاون مولوي علاؤالدین صاحب د یاد ولایت له نوې مفتوحه ولسوالۍ اوبي څخه لیدنه وکړه . په یاده ولسوالۍ کې یې یوه ستره غونډه دائره کړه ، په غونډه کې دسیمي علماء کرامو، […]
د زابل ولایت د فقهی مجالسو رئیس شیخ مولوي محمد عمر جان صاحب په هڅو او زیار سره د زابل په نوې مفتوحه سیمه د ترنک په مغلېزو کلي کې د روان (۱۴۴۲هـ ق ) کال د ذي القعدې میاشتې پر شپاړسمه (۱۶) نېټه یوه ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه چې د یادې سیمي […]
د روان(۱۴۴۲ هـ ق) کال د ذوالقعدې میاشتې پر (۲۶) نېټه د کندهار ولایت د فقهي مجالسو مسئولینو د میوند ولسوالۍ په تازه فتحه شوې سیمه کې پرتمینه غونډه جوړه کړه . په یاده غونډه کې د میوند ولسوالۍ د شاوخوا پرتو سیمو د فقهي مجالسو علماء کرامو ، د سیمي سپین ږیرو ، مخورو […]
په تیرو ۲ اونیو کې د ننګرهار ولایت د بیلا بیلو ولسوالیو، حصارک، شیرزاد، خوګیاڼو او سره رود ولسوالیو کې د مرکزي دارالافتا، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د یاد ولایت د نظامي مسؤلینو په هلو ځلو سره شاندار مجالس ترسره شول. په یادو غونډو کې علماء کرامو خطیبانو ګډون […]
د یاد ولایت د فقهي مجالسو د رئیس مولوي قاري محمداسماعیل صاحب په مشرۍ د چک په نوې فتحه شوې ولسوالۍ کې د روان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذي القعدې میاشتې پر (۱۸) نېټه د یادې ولسوالۍ او شاوخوا سیمې علماء کرامو درنه غونډه دائره کړل شوه، په غونډه کې د علماء کرامو تر څنګ […]
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ولایتي رئیس د لوګر ولایت تازه فتحه شوې خروار ولسوالۍ له علماء کرامو سره غونډه ترسره کړه. په دغه غونډه کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د خروار ولسوالۍ دیني عالمانو ته د فقهي مجالسو د اهمیت او […]
د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون له لوري د فقهي مجالسو د علماء کرامو لپاره د سیمینار لنډ راپور د فقهي مجالسو د علماء کرامو د علمي ارتقاء ، د استفتا ء او فتویْ د لیکلو له اصولو سره د بلدتیا، د مسائلو د ښه حل او ترتیب او د مجالسو د […]
د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ کې د فقهي مجالسو ادارې له لوري د واده د مراسمو لپاره یو شمېر اصول او کړنلاري و ټاکل شوې. د واده د یو شمېر مراسمو په هکله سیمیز فقهي مجلس ته د عامو خلګو له لوري یو شمېر مسئلې وړاندي شوې، دا چې موضوع پراخي څېړني ته ضرورت […]
د فقهي مجالسو د تسلسل په دوام پرون د کندز ولایت، قلعه زال ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا د سیمې ډلګۍ مشرانو، سرګروپانو، د ملکي ادارو مسؤلینو او مجاهدینو لپاره غونډه جوړه شوه. دغه غونډه چې موخه یې مجاهدینو ته د اسلامي امارت د فرامنو بیانول، دوی ته په جهادي چارو کې […]
په یاد مجلس کې د جوی ګنج، اکازو، جوی خوجې، چپچل، غوروتو او د بوکن سیمو د ساحوي فقهي مجالسو علماء کرامو ګډون وکړ. مجلس د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو. له تلاوت وروسته د یادې ولسوالۍ د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسیون د نماینده محترم […]
د کال ۱۴۴۲ د ربیع الاول د مياشتې په ۱۲ نیټه د پنجشنبې په ورځ د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسون د مسئولينو له لوري عمومي مرکزي مجلس منعقد شو چې د ټولو فقهي مجالسو رئيسانو او ګڼ شمير جيدو علماء کرامو پکې ګډون درلود. مجلس د […]
د اکتوبر د میاشتې په اوولسم نېټه د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمیسون له لوري غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د غوریان د بازار، کنګ او سلطان زو د سیمو د ساحوي مجالسو علماء کرامو ګډون وکړ. غونډه د قران کریم د څو […]
د روان (۱۴۴۲ ) هجري قمري کال دربیع الاول میاشتې په لومړۍ نېټه ؛دیکشنبې په ورځ ؛دغزني ولایت د دهیک په ولسوالي کې د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د دیادې سیمي ساحوي مسئولینو له خوا د ولسوالۍ په سطحه مرکزي فقهي مجلس دائر شو . په یاده غونډه کې دبېلابېلو مجالسو […]
د پنجشبی ورځ د روان کال ۱۴۴۲ د صفرالمظفر د میاشتې پر ۱۳ نیټه د غزني ولایت د پنځو ولسوالیو د فقهي مجالسو مشترکه غونډه د غزني ولایت د شلګر په ولسوالۍ کې جوړه شوه، چې پکې د شلگر، واغظ، رشیدان، ده یک او خواجه عمري ولسوالیو د فقهي مجالسو محترمو رئیسانو او ګڼو نورو […]
د ننګرهار ولایت حصارک، شیرزادو، خوګیاڼو، او سره رود ولسوالیو کې د یاد ولایت لپاره د اسلامي امارت لخوا د فقهي مجالسو د ترتیب، تنظیم او څار د مسؤل په زیار شاندار فقهي مجالس ترسره شول. په دغه پار جوړو شوو غونډو کې د سیمې لوی شمېر علماء کرامو، د مدرسو استادانو او د مساجدو […]