نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دروان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذو القعدې میاشتې پر (۲۸) نېټه د هرات ولایت د فقهي مجالسو رئیس مولوي محمد ولي صاحب معاون مولوي علاؤالدین صاحب د یاد ولایت له نوې مفتوحه ولسوالۍ اوبي څخه لیدنه وکړه . په یاده ولسوالۍ کې یې یوه ستره غونډه دائره کړه ، په غونډه کې دسیمي علماء کرامو، […]
دروان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذو القعدې میاشتې پر (۲۸) نېټه د هرات ولایت د فقهي مجالسو رئیس مولوي محمد ولي صاحب معاون مولوي علاؤالدین صاحب د یاد ولایت له نوې مفتوحه ولسوالۍ اوبي څخه لیدنه وکړه . په یاده ولسوالۍ کې یې یوه ستره غونډه دائره کړه ، په غونډه کې دسیمي علماء کرامو، د بېلابېلو ادارو مسئولینو ، دسیمي مخورو او سپین ږیرو او مجاهدینو برخه درلوده .په غونډه کې علماء کرامو په نوبت سره ویناوې وکړې ، روان فتوحات یې د اسلام او مسلمانانو یوه ستره لاسته راوړنه وبلل او زیاته یې کړه : روانو فتوحاتو ته په کتلو سره په دېر نژدې راتلونکي کې دالله تعالْی په نصرت به هیواد په بشپړه توګه د کفارو او دهغو دغلامانو له تسلط څخه خلاصیږي او د یو سوچه اسلامي نظام به موږ او تاسو شاهدان و اوسو . بناء ً اوس لا باید علماء کرام خپلو مسئولیتونو ته پوره متوجه وي ، دوی ته ضروري ده چې د فقهي مجالسو له لاري په هماهنګۍ سره د نظام لپاره هڅې ګړندۍ وساتي او ویې ویل : فقهی مجالسو علماء کرامو ته د ډېر فعالیت زمینه مساعده کړې ، په دې اړه موږ لومړی د امیرالمؤمنین او بیا د نورو مسئولینو شکریه اداء کوو .
ورپسې د فقهي مجالسو رئیس او معاون په نوبت سره خپلې ویناوې وکړې ، د مجلس له برخوالو څخه یې مننه وکړه چې په غونډه کې یې برخه واخيسته ، د علماء کرامو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې یې وستایلې او زیاته یې کړه ، څرنګه چې زموږ جهاد د اعلاء کلمة الله تعالْی لپاره روان دی ، او د دې لارې راهنمایان علماء کرام دي ، دوی کولی شي د هیواد جهادي ټولنه نوره هم د خپلو هدایاتو په رڼا کې پر سمه لاره سوق کړي ، موږ له علماء کرامو څخه غواړو لکه څرنګه چې یې تردا مهاله د پام وړ خذمتونه ترسره کړيدي ، په دې دي بسونه ونه کوي؛ بلکې نور دي هم پوره کوښښ وکړي چې د فقهي مجالسو دغه روان بهیر دغسي تاند وساتي او له خپل نفوذ څخه په استفادې سره د کابل بلواکې ادارې منسوبین له کفري ادارې څخه رابېل او خپل عادي ژوند ته راوګرځوي ، عسکرو ته دي ډاډ ورکړي چې نور به د دوی سر ،مال ، عزت او هرڅه په امن وي ، په خپل کور کلي کې به د ډاډمن ژوند تېرولو فرصت ورکړل شي که یې له اصلاح وروسته اهلیت درلود د خپل وران ویجاړ هیواد په بیا ابادونه کې به خپل رول اداء کړي .
دسیمي علماء کرامو یې ویناوې تاييد کړې او ژمنه یې وکړه چې په دې لاره کې به پوره کوښښ وکړي ترڅو د عسکرو ژوند وژغورل شي او نور د عسکرو په کور کې د ویر ټغر ويړ نه شي ، هغوی که څه هم زموږ له دښمنانو سره یو ځای زموږ پر خلاف په یو سنګر کې ولاړ وو خو موږ د دوی پر مور ، پلار او نورو قریبانو ترحم کوو ، دوی ته معافي کوو، علماء کرامو ژمنه وکړه چې سمدستي به په هره مناسبه سیمه کې فقهي مجالس جوړوو. غونډه د اسلامي امارت د بریا په دعاء سره پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.