نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د یاد ولایت د فقهي مجالسو د رئیس مولوي قاري محمداسماعیل صاحب په مشرۍ د چک په نوې فتحه شوې ولسوالۍ کې د روان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذي القعدې میاشتې پر (۱۸) نېټه د یادې ولسوالۍ او شاوخوا سیمې علماء کرامو درنه غونډه دائره کړل شوه، په غونډه کې د علماء کرامو تر څنګ […]
د یاد ولایت د فقهي مجالسو د رئیس مولوي قاري محمداسماعیل صاحب په مشرۍ د چک په نوې فتحه شوې ولسوالۍ کې د روان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذي القعدې میاشتې پر (۱۸) نېټه د یادې ولسوالۍ او شاوخوا سیمې علماء کرامو درنه غونډه دائره کړل شوه، په غونډه کې د علماء کرامو تر څنګ د یاد ولایت والي مولوي رحیم الله محمود صاحب ، د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالانو ،د مختلفو ادارو مسئولینو او د سیمي مخورو برخه درلوده . په یاده غونډه کې محترم والي صاحب په هیواد کې د روان وضعیت په اړه مفصله وینا وکړه ، له علماء کرامو څخه یې وغوښتل چې د اجیري ادارې د عسکرو او نورو منسوبینو په تسلیمي او پوهاوي کې دي خپل مثبت رول اداء کړي ، نورو علماء کرامو هم نوبتي ویناوي وکړې چې د اکثرو د ویناوو مهم ټکی هم د هیواد روان وضعیت او د علماء کرامو ، امارتي مسئولینو او مخورو اشخاصو مسئولیت وو ، په پای کې د یاد ولایت د فقهي مجالسو رئیس وینا وکړه ، علماءکرامو ته یې د فقهي مجالسو اهمیت او ضرورت په تفصیلي ډول بیان کړ، نوموړي امارتي مسئولینو ته ډاډ ورکړ چې علماء کرام به د روان وضعیت او له هغه څخه د مثبتو پایلو په تر لاسه کولو کې هیڅ غفلت ونه کړي او موږ په دې اړه پوره متوجه یو.
د یادونې وړ ده چې دچک ولسوالۍ کې لا دوړاندې موږمنظم فقهي مجالس لرو شمېر یې یوولسو (۱۱)مجالسو ته رسېږي ، په سوونو علماء کرام په کې شامل دي ، چې د دیني مسائلو په برخه کې د هیوادوالو ستونزې رفع کوي .
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.