فراه: ګلستان کې د فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسون غونډه وشوه

د کال ۱۴۴۲ د ربیع الاول د مياشتې په ۱۲ نیټه د پنجشنبې په ورځ د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسون د مسئولينو له لوري عمومي مرکزي مجلس منعقد شو چې د ټولو فقهي مجالسو رئيسانو او ګڼ شمير جيدو علماء کرامو پکې ګډون درلود. مجلس د […]

د کال ۱۴۴۲ د ربیع الاول د مياشتې په ۱۲ نیټه د پنجشنبې په ورځ د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسون د مسئولينو له لوري عمومي مرکزي مجلس منعقد شو چې د ټولو فقهي مجالسو رئيسانو او ګڼ شمير جيدو علماء کرامو پکې ګډون درلود.

مجلس د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شو.

ورپسې  د ګلستان ولسوالۍ د فقهي مجالسو مسئول الحالج مولوی ګلاب الدین محمدي خپله وینا واوروله.
مولوی صاحب محترم په خپله وينا کې د سیمې له علماء کرامو مننه وکړه چې په شوق او ذوق سره په مجالسو کې ګډون کوي، د عامه خلکو مسائل څېړي او د حل لپاره يې کوششونه کوي، او زيات شمير مسائل يې حل او فصل کړي دي.

ورپسې د ګلستان ولسوالۍ مشهور او جيد عالم مولوی حبیب الرحمن صاحب د مجلس شرکاوو ته خپله علمي وينا وکړه.
نوموړي د فقهي مجالسو په ګټو، ضرورت او اهمیت باندې مفصلې خبرې وکړي.

مولوی صاحب محترم علماء کرامو ته په خطاب کې وویل: تاسي ته ښه معلومه ده چې نن سبا له هرې خوا د فتنو باران دی، خلک په يوه او بل نامه له دينه څخه ليري والي ته سوق کيږي، د عوامو او علماوو تر منځ د بې باورۍ فضا د حاکمو ولو لپاره د دین او علماوو دښمنان شپه ورځ لګيا دي او په دې برخه کې له هيڅ راز حربو او چلونو څخه مخ نه اړوي، نو په داسي یو پرفتن دور کې د فقهي مجالسو اهميت او ضرورت تر بل هر وخت ډير دی، علماء کرام بايد فقهي مجالسو ته زیاته توجه وکړي، علماء ورته راجذب کړي او عامو مسلمانانو ورونو ته دعوت وکړي چې هغوی خپلې مسئلې فقهي مجالسو ته وړاندې کړي او علماء کوشش وکړي چې د هغوی مسائل په ښه ډول حل شي بالخصوص په معاصرو مسائلو کې باید علماء کرام ژوره مطالعه او څیړنه وکړي تر څو د عامه خلکو سالمه راهنمايي وکړي او دښمني کړۍ پرې نږدي چې د علماوو او عوامو تر منځ د عدم اعتماد او بې باوري پیدا کړي.
ورپسې په ځينو مسائلو باندې علمې بحثونه وشول، علماء کرامو خپل تحقيقات وړاندې کړل.

ياده غونډه د اسلامي امارت مجاهدینو ته په دعا سره پای ته ورسېدله.