د غزني په ده یک کې د فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون غونډه وشوه

د روان (۱۴۴۲ ) هجري قمري کال دربیع الاول میاشتې په لومړۍ نېټه ؛دیکشنبې په ورځ ؛دغزني ولایت د دهیک په ولسوالي کې د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د دیادې سیمي ساحوي مسئولینو له خوا د ولسوالۍ په سطحه مرکزي فقهي مجلس دائر شو . په یاده غونډه کې دبېلابېلو مجالسو […]

د روان (۱۴۴۲ ) هجري قمري کال دربیع الاول میاشتې په لومړۍ نېټه ؛دیکشنبې په ورځ ؛دغزني ولایت د دهیک په ولسوالي کې د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د دیادې سیمي ساحوي مسئولینو له خوا د ولسوالۍ په سطحه مرکزي فقهي مجلس دائر شو .

په یاده غونډه کې دبېلابېلو مجالسو پر مسئولینو برسېره د غزني ولایت لپاره دیاد کمېسیون مرستیال، د ولسوالۍ مسئولینو، مجاهدینو او زیات شمېر جیدو علماء کرامو ګډون کړی وو.

غونډه د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، ورپسې مولوي عمرحقاني (دیادکمېسیون مرستیال) دفقهي مجالسو پر ضرورت، اهمیت او په ټولنه کې دمثبت رول په اړه علمي، مفصله او مدللـه وینا وکړه، ورپسې د دهیک ولسوالۍ دنظامي کمېسیون مسئول محترم مولوي حکمت الله صاحب دغونډې درنوبرخوالو ته خپله ارزښتناکه او په زړه پوري وینا واوروله او په سیمه کې یې دفقهي مجالسو له شتون څخه ملاتړ او دهرزار مرستې ژمنه وکړه ، ورپسې دیادې ولسوالۍ دفقهي مجالسو رئیس مولوي منیب صاحب خپله وینا وکړه، هغه د خپلې وینا پرمهال دمجالسو له علماوو څخه مننه وکړه چې په مجالسو کې هر وخت حضور لري او دخپل جدجهد له کبله یې زیات شمېر مسائل حل او فصل کړې دي، ورپسې په خپل وار سره دجلسې ګډون کوونکو ته د ولایت په کچه مشهور جید عالم ،شیخ الحدیث مولا نورمحمدصاحب خپله علمي ، هر اړخیزه او پر اثره وینا وکړه ، او علماء کرامو ته یې دفقهې مجالسو د اهمیت د بیانولو ترڅنګ په مجالسو کې دشرکت توصیه هم وکړه .

دغونډې په پای کې پر یو شمېر مهمو استفتاوو باندي عملي او تحقیقي څېړنه وشوه او په اړه یې متفقه احکام صادر شول .

یاده غونډه مجاهدینو ته دبریا او عام اولس ته دسولې په دعاسره پای ته ورسېده .

2020/10/19