د فقهي مجالسو د علماء کرامو د علمي ارتقاء په موخه دائر شوی سیمنار پای ته ورسېد

د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون له لوري د فقهي مجالسو د علماء کرامو  لپاره د سیمینار لنډ راپور د فقهي مجالسو د علماء کرامو د علمي ارتقاء ، د استفتا ء او فتویْ د لیکلو له اصولو سره د بلدتیا،  د مسائلو د ښه حل او ترتیب او د مجالسو د […]

د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون له لوري د فقهي مجالسو د علماء کرامو  لپاره
د سیمینار لنډ راپور

د فقهي مجالسو د علماء کرامو د علمي ارتقاء ، د استفتا ء او فتویْ د لیکلو له اصولو سره د بلدتیا،  د مسائلو د ښه حل او ترتیب او د مجالسو د لا ښه تنظیم په موخه ؛ د مرکزي د ارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د جنوب غرب په حوزه کې (۹) ورځنی تربیوي سیمینار دائر کړ.
په یاد سیمینار کې د سلو تنو په شاوخوا کې د فقهي مجالسو مربوط علماء کرامو برخه واخستله .یاد سیمینار د روان (۱۴۴۲هـ ق ) کال د شوال المکرم  د میاشتې په (۱۴) نېټه پیل او د همدې میاشتې په (۲۲) نېټه پای ته ورسېد.
د سیمینار په بهیر کې ګډونوالو ته د لاندنیو موضوعاتو په اړه لازم  معلومات د هیواد په کچه د مشهورو علماء کرامو ، فني او مسلکې ماهرینو  له لوري ورکړل  شول :

سهار ني درسونه :
۱ـــ الفقه (نشأته، اطواره عبر الزمن و اهمیته) .
۲ ــــ اداب المفتي والمستفتي .
۳ ــــ طبقات الکتب .
۴ ــــــ طریقة الکتابة للافتاء والاستفتاء .
۵ ـــــ علل الضعف للکتب .
۶ ــــ طریقة تحقیق المسائل .
۷ ــــ اقسام الفتویْ واحکامها.
۸ ــــ طبقات المجتهدین .

ماپښینني درسونه :
۹ ـــــ  الاملاء والترقیم .
۱۰ ــــ المکتبات الالیکترونیة .
۱۱ ــــ اقسام الاحکام و انواعها .
۱۲ ـــــ طبقات المسائل .
۱۳ ــــ تطبیق العبارات مع الحکم .
۱۴ ـــــ طریقة التخریج .
۱۵ ــــ اهمیة المجالس الفقهیة .

د  سیمینار درسونه به  سهار له اتو بجو پیل کېدل پر لس بجې لنډه وقفه وه بیا به بېرته درس شروع کېدی تر دوولسو بجو به یې دوام کاوه .
د ماپښین له درو بجو څخه درس شروع کېدی او د مازدیګر تر اذان پوري به یې دوام درلود .
د سهار وخت یو مضمون ته ځانګړی کړل شوی و ، ټول وخت (۴) ساعته به یو استاذ خپل ورکول شوی مضمون درساو، همداراز ماپښین وخت یو مضمون ته ځانګړی شوی و، یو استاذبه ټول وخت ورته تعیین شوی مضمون درساو.
مازدیګرمهال  به یوه فقهي مسئله ورکول کېدله او د شپې له خوا به د سیمینار برخوالو پرهغه خپل تحقیقونه کول .
د سیمینار په دوران کې د کمېسیون له لوري د قیام او طعام پوره تیاری نیول شوی وو .
په وروستنۍ ورځ چې کله سیمینار پای ته ورسېد ، لومړی د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د جنوب غرب حوزې مرستیال حافظ مولوي محمد حامد صاحب د سیمینار برخوالوته مختصره وینا وکړه ، د دوی له اشتراک څخه یې مننه وکړه او ویې ویل : څرنګه چې تاسو د اسلامي امارت ،بلکه  د اسلامي امت  مشران او رهبران  بلل کېږی ، نو که موږ ستاسو په خذمت کولو کې کوم تقصیر کړی وي له تاسو څخه  بښنه غواړو ، چې د علماء کرامو له لوري ورته وویل شول : موږ ستاسو له کوربتوب څخه بشپړ کور ودانی وایو او په خذمت کې مو هم کوم نقصان نه دی لیدلی .
ورپسې علماء کرامو ته موقع ورکړل شوه چې په لنډ ډول له همدې سیمینار څخه د خپلو تاثراتو څرګندونه وکړي ، هغوی خپل تاثرات بیان کړل چې څه یې په لاندې ډول دي :
الف ــــــ یو عالم وویل : زه له دې ډېر متاثر یم چې تل به مو ویل : ” علم باید تل او له هر چا څخه حاصل کړل شي ، دا چې په دې سیمینار کې مو برخه واخستله ، د خپل مربوط کمېسیون د مسئولینو اطاعت مو وکړ ، په ځینو درسونو کې خو خپلو هم درسه ملګرو ته کېناستو او څه مو ورڅخه زده کړل ، دا صحنه راته ډېره جالبه ځکه وه چې د اطاعت ،تواضع او اسلامي نهج  ډېر جالب منظر و.
باء ــــ د یوې سیمي د مرکزي مجلس عالم وویل : پر ځینو خاصو موضوعاتو مو ډېر خوند واخست ، لکه : اداب المفتي والمستفتي ، طبقات المسائل ، طبقات الکتب ، طبقات القفهاء او ځینو نورو موضوعاتو .
د استاذانو له درسونو مو دا تاثر واخست چې آینده به په مسئله کې تحقیق کوو، په فتوا کې به احتیاط کوو ، د نه علم په صورت کې به دېته زړه ښه کوو او په زغرده به وایو چې دا مسئله مو نه ده زده ، دابه کوم عار نه ګڼو .
جیم ـــــ بل عالم وویل : فقهي مجالس سره له دې چې د ذکر تر مجالسو بهتري لري ، ددې سربېره ګټه یې داده چې موږ ته یې عملاً د فقه د علم اهمیت را وښود . په  فقهي مجالسو  کې مو د فقه ضرورت درک کړ، اوس موږ په خپل درسي دوران کې تر هرڅه اول د فقه  کتاب ته اهمیت ورکوو ، دامو هیله او کوښښ  وي چې یو څوک د فقهي کتاب  راباندې شروع کړ ي  .
څرنګه چې د امارت د مسئولینو له لوري د فقه علم ته پوره توجه شوې ، موږ ته یې هم اثر رسېدلی او ورځ تر بلې یې اهمیت راته زیاتیږي . او داسي نورو علماء کرامو هم خپل قیمتي تاثرات بیان کړل .
د غونډې په پای کې د کمېسیون دمسئولینو له لوري د سیمینار ټولو برخوالو ته  (تراث العلماء الحنفیة  في اصول الحدیث وعلومه، اسعادالمفتي  ،زادالمعاداو څه نورکتابونه او مجلې ) ډالۍشول او سیمینار په خوښۍ اوکامیابۍ سره ــــ لله الحمد ـــــ  پای ته ورسېد.