غزني کې د ۵ ولسوالیو د فقهي مجالسو مشترکه غونډه جوړه شوه

د پنجشبی ورځ د روان کال ۱۴۴۲ د صفرالمظفر د میاشتې پر ۱۳ نیټه د غزني ولایت د پنځو ولسوالیو د فقهي مجالسو مشترکه غونډه د غزني ولایت د شلګر په ولسوالۍ کې جوړه شوه، چې پکې د شلگر، واغظ، رشیدان، ده یک او خواجه عمري ولسوالیو د فقهي مجالسو محترمو رئیسانو او ګڼو نورو […]

د پنجشبی ورځ د روان کال ۱۴۴۲ د صفرالمظفر د میاشتې پر ۱۳ نیټه د غزني ولایت د پنځو ولسوالیو د فقهي مجالسو مشترکه غونډه د غزني ولایت د شلګر په ولسوالۍ کې جوړه شوه، چې پکې د شلگر، واغظ، رشیدان، ده یک او خواجه عمري ولسوالیو د فقهي مجالسو محترمو رئیسانو او ګڼو نورو مسئولینو ګډون وکړ.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د غزني ولایت د فقهي مجالسو معاون مولوي عمر حقاني صاحب غونډې ته هر اړخیزه وینا وکړه.

له دې وروسته د غزني ولایت د فقهي مجالسو مسئول مولوي صاحب سعد د فقهي مجالسو په اهمیت، فوائدو او معاصر وخت کې د فقهي مجالسو پر ضرورت باندې مفصله علمي او له بصیرته ډکه وینا وکړه او همدا راز یې په فقهي مجالسو کې ګډون کونکي علماء کرام وستایل چې په دې سختو او له کړاونو ډکو حالاتو کې فقهي مجالسو ته وخت ورکوي او د عامو خلکو د مسایلو په حل کولو کې خپل زیار او کوششونه نه سپموي.

د مولوي صاحب له وینا وروسته د هرې ولسوالۍ د فقهي مجالسو امیرانو په خپل وار سره د خپلې سیمې د حل شویو مسایلو په باره کې غونډې ته معلومات وړاندې کړل او په خپلو اړوندو ولسوالیو کې یې د فقهي مجالسو د لاښه نظم او ترتیب په اړه خپلې مهمي نظریې او مشورې د غونډې برخه والو ته وړاندې کړې.

د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د شلگر ولسوالۍ نظامي مسئول محترم احسان اخندزاده صاحب او د کمیسون مسئول مولوي خلیل صاحب هم ګډون درلود.

له ښه ځنډ مشورو او د رأیو له تبادلې وروسته غونډه په اختتامي دعا سره پای ته ورسېده.