زابل : د  ترنک د مغلېزو په کلي کې د فقهي مجالسو د علماء کرامو ستره غونډه جوړه شوه

د زابل ولایت د فقهی مجالسو رئیس شیخ مولوي محمد عمر جان صاحب په هڅو او زیار سره د زابل په نوې مفتوحه سیمه د ترنک په مغلېزو کلي کې د روان (۱۴۴۲هـ ق ) کال د ذي القعدې میاشتې پر شپاړسمه (۱۶) نېټه یوه  ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه چې د یادې سیمي […]

د زابل ولایت د فقهی مجالسو رئیس شیخ مولوي محمد عمر جان صاحب په هڅو او زیار سره د زابل په نوې مفتوحه سیمه د ترنک په مغلېزو کلي کې د روان (۱۴۴۲هـ ق ) کال د ذي القعدې میاشتې پر شپاړسمه (۱۶) نېټه یوه  ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه چې د یادې سیمي د بېلابېلو فقهی مجالسو علماء کرامو ، د سیمی مخورو اوسپین ږیرو برخه په کې درلوده . په یاده غونډه کې د علماءکرامو ترڅنګ د ولایتي کمېسیون غړي مولوي امین الله صاحب ،  د د استخباراتو مسئول مولوي مصلح صاحب او د ملکې تلفاتو کمیسیون غړي مولوي نسیم صاحب هم برخه درلوده.

د غونډې برخوالو ته مسئولینو او علماءکرامو هر یو په خپل نوبت سره  ویناوې وکړې ، مسئولینو د ولس خلکو ته ډاډ ورکړ چې نور به د اسلامي امارت له حاکم کېدلو سره ستاسو هر قسم مشکل حل کېږي ، د امارت ټول مسئولین په دوامداره توګه ستاسو په خذمت کې دي ، اسلامي امارت تنها د اقتدار نوم نه ؛ بلکې د خذمت نوم دی او خادمان په کې راټول دي ، د امارت مسئولین د ولس خذمت د ځان وجیبه او د اخروي اجر لامل ګڼې ، او پر علماءکرامو او مخورو یې ږغ وکړ چې په دې حساسو حالاتو کې باید تاسو ځیر او لاس په کار و اوسئ ، کوښښ وکړئ چې له مزدورې ادارې څخه په هره وسېله چې وي خپل هیوادوال عسکر را وباسئ ؛ ترڅو  دهغوی ژوند وژغول شي . په یاده غونډه کې  د برخوالو علماء کرامو له ډلې هم ځیني علماوو په خپل نوبت ویناوې وکړې ، ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان سره به د امارت له پالسۍ ملاتړ کوو ، د خپل ولس خذمت زموږ ایماني او وجداني وظیفه ده .

 د غونډې په پای کې د فقهي مجالسو رئیس خپله ارزښتناکه وینا واوروله ، علماء کرام یې د فقهي مجالسو له طرز او طریقې څخه اګاه کړل ، د مجالسو اهمیت او ضرورت یې په پوره تفصیل سره ورته بیان کړ، مجالس یې دعلماوو د اتحاد اونظم  په راوستلو کې یو مهم عنصر وبلی ، له علماء کرامو څخه یې وغوښتل چې په روان وضعیت کې باید د ولس او امارت تر منځ د قوي رابط په توګه خپله وظیفه انجام کړي ؛ ترڅو نور ولس د پردیو له غولوونکو توطیو څخه وژغورل شي او د اسلامي نظام په سیوري کې یوه تلپاتي  سوله او ډاډمن امنیت  په هیواد کې تامین شي . د سیمي علماء کرامو د رئیس صاحب د وینا پوره تایید او ملاتړ وکړ .