نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ننګرهار ولایت حصارک، شیرزادو، خوګیاڼو، او سره رود ولسوالیو کې د یاد ولایت لپاره د اسلامي امارت لخوا د فقهي مجالسو د ترتیب، تنظیم او څار د مسؤل په زیار شاندار فقهي مجالس ترسره شول. په دغه پار جوړو شوو غونډو کې د سیمې لوی شمېر علماء کرامو، د مدرسو استادانو او د مساجدو […]
د ننګرهار ولایت حصارک، شیرزادو، خوګیاڼو، او سره رود ولسوالیو کې د یاد ولایت لپاره د اسلامي امارت لخوا د فقهي مجالسو د ترتیب، تنظیم او څار د مسؤل په زیار شاندار فقهي مجالس ترسره شول. په دغه پار جوړو شوو غونډو کې د سیمې لوی شمېر علماء کرامو، د مدرسو استادانو او د مساجدو امامانو ګډون کړی و. غونډو ته د وینا پر مهال علماؤ د دغه ډول مجالسو په ډېرېدو، د علماؤ تر منځ د هم اهنګۍ را منځته کولو او له همدې لاري د خلکو په مشکلاتو غور او حل کولو باندې ټينګار وکړ.
په دې برسېره په دې برخه کې تر سلا مشورو وروسته د علماؤ شوراګانې جوړي شوې تر څو په منظم ډول خپلو خپلو سیمو کې دغه مجالس جوړ او خلکو ته په ورپېښو دیني ستونزو بحث وکړي.
په اخیر کې د فقهي مجالسو د ولایتي مسؤلینو له لوري ګډونوالو ته تحفي هم ورکړل شوې او دوی په دې برخه کې لا زیات کار ته وهڅول شول.
2020/7/11
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.