د لوګر په خروار ولسوالۍ کې له علماوو سره غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ولایتي رئیس د لوګر ولایت تازه فتحه شوې خروار ولسوالۍ له علماء کرامو سره غونډه ترسره کړه. په دغه غونډه کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د خروار ولسوالۍ دیني عالمانو ته د فقهي مجالسو د اهمیت او […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ولایتي رئیس د لوګر ولایت تازه فتحه شوې خروار ولسوالۍ له علماء کرامو سره غونډه ترسره کړه.
په دغه غونډه کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د خروار ولسوالۍ دیني عالمانو ته د فقهي مجالسو د اهمیت او ضرورت په هکله خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول ترڅو په خپله سیمه کې د فقهي مجالسو په جوړولو سره د علماء کرامو اتحاد او اتفاق او همداراز ولسي خلکو ته د ورپېښو دیني مسائلو په حل او فصل کې رغنده ګامونه واخلي.
د غونډې ګډونوالو علماء کرامو د اسلامي امارت له لورینې ډک چلند او شفقت څخه د مننې ترڅنګ د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او قدرت سره به هڅه وکړي چې په خپلو سیمو کې فقهي مجالس فعال او د افتاء او دیني مسائلو د حل په برخه کې د ولس مشکلاتو ته رسیده ګي وکړي.
غونډه په هېواد کې د مجاهدینو د کاملې بریا، اسلامي نظام د قیام او سرتاسري سولې د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېده.
باید وویل شي چې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون تر سرپرستۍ لاندې د هېواد په ختیځ او لویدیځو حوزو کې د مرکزي دارالافتاء دوه(۲) څانګې، درې (۳) بابه د تخصص فی الافتاء والقضاء جامعې او د هېواد په لروبر کې له دیارلس سوه (۱۳۰۰) څخه زیات فقهي مجالس فعال دي، چې د افتاء او قضاء او د دیني مسائلو د حل په برخه کې د هېوادوالو ستونزې هواروي.