سر له سبا پنجشنبې ټول کندهار کي په بهرني کرنسي راکړه ورکړه بنده ده

  یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د چهارشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د افغانیو د ثبات په موخه له سوداګرو، صرافانو، د افغانستان بانک د رئیس، اقتصاد رئیس، د سوداګرۍ خوني رئيس او یوشمېر نورو مسئولینو سره په یوې ځانګړې جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال کندهار والي وویل، سر […]

 

یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د چهارشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د افغانیو د ثبات په موخه له سوداګرو، صرافانو، د افغانستان بانک د رئیس، اقتصاد رئیس، د سوداګرۍ خوني رئيس او یوشمېر نورو مسئولینو سره په یوې ځانګړې جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال کندهار والي وویل، سر له سبا پنجشنبې په ټول کندهار کي په بهرنۍ کرسني راکړه ورکړه په بشپړه توګه بنده ده او په همدې موخه یې د ولایت مقام، ښاروالي، مستوفیت، قومنداني، استخباراتو، د سوداګرۍ خوني، د صرافانو د اتحادیې، افغانستان بانک او اقتصاد ریاست څخه یو نظارتي کمېسیون هم جوړ کړ.

 

د غونډي په پيل کي لومړی د سوداګرۍ خوني د رئيس حاجي نصر‌الله زهیر په مشرۍ راغلیو سوداګرو د افغانیو د ثبات او یوشمېر نورو موضوعاتو په موخه د ټولو سوداګرو په استازیتوب نظریې د کندهار والي سره شریکي کړې، چي پکښي راغلي وه، هیواد کي باید د کالدارو او تومن د چلښت مخه ونیول سي، د ډالرو نرخ دي د صرافي پرځای د افغانستان بانک ورکړي، صرافۍ باید د نرخونو لوړېدو او کښته کېدو په برخه کي په جدي توګه کنټرول سي، د ډالرو د قاچاق مخه دي ونیول سي، د ډالرو رانیول باید په ضمانت وسي، ترڅو قاچاق نسي، د سوداګرو پيسې ورکړل سي، ترڅو صادرات او واردات په ښه ډول پيل سي، دولت دي خلګ پانګي‌اچوني ته راوبولي، افغانستان بانک دي ډالر په منظم ډول شخصي بانکونو ته ورکړي، سوداګر دي د پرچون پلورونکو څخه ډالر نه؛ بلکي افغانۍ وغواړي او سوداګرو ته دي ډالر بانکونه ورکوي.

 

وروسته د کندهار د صرافانو مارکېټ رئيس حاجي قندي آغا په خپلو خبرو کي لومړی د افغانیو پر ارزښت خبري وکړې او زیاته یې کړه، چي په دې وروستیو کي د افغانیو ارزښت د یوشمېر مافیايي کړیو د تبلیغاتو په مټ راکښته کړل سو، چي په خبره یې د ا،ا،امارت مشرتابه باید ددې مافیايي کړیو مخنیوي وکړي.

 

همدا راز غونډه کي د اقتصاد رئيس ملا عبدالسلام بریالي هم خبري وکړې، هغه افغانۍ د افغانانو ملي هویت یاد کړ او زیاته یې کړه، چي د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه باید ټول په ګډه کار وکړو.

 

د دوی ټولو تر خبرو اورېدو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په خپلو خبرو کي له سوداګرو مننه وکړه، چي په دې سختو شرایطو کي د ولس ترڅنګ ولاړ دي او په خپلو خبرو کي یې وویل، اوس د ولس هیلي د دولت ترڅنګ همدې سوداګرو ته دي.

 

کندهار والي په خپلو خبرو کي وویل، د ریاست الوزراء د مخکني حکم په اساس سر له سبا پنجشنبې څخه په ټول کندهار کي هیڅوک حق نه لري، چي راکړه ورکړه په بهرنۍ کرنسي وکړي او همدار راز یې زیاته کړه، هغه څوک چي له بهر څخه بهرنۍ پيسې کندهار ته راحواله کړي صرافان به یې په افغانۍ ورته تبدیلوي.

 

په همدې موخه د غونډي په وروستیو کي کندهار والي د ولایت مقام، ښاروالي، مستوفیت، قومنداني، استخباراتو، د سوداګرۍ خوني، د صرافانو د اتحادیې، افغانستان بانک او اقتصاد ریاست څخه یو نظارتي کمېسیون هم جوړ کړ.

 

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۰