لوګر: له نیږدې ۶۰۰ بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د لوګر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت مسؤلین وایي، چې ACHRO او UNHCR موسسو په ملاتړ مرکز او محمدآغې ولسوالۍ ته اړوند نیږدې شپږ سوه بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. د يادې مرستې د وېشلو پر مهال د لوګر مرستيال والي مولوي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د لوګر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت مسؤلین وایي، چې ACHRO او UNHCR موسسو په ملاتړ مرکز او محمدآغې ولسوالۍ ته اړوند نیږدې شپږ سوه بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د يادې مرستې د وېشلو پر مهال د لوګر مرستيال والي مولوي عنايت الله شجاع د یادو موسسو له مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې مرستې بايد په شفاف او عادلانه ډول تر اړمنو او مستحقو کورنیو ورسېږي.
باید وویل شي، چې په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ١١ قلمه غیر خوراکي مواد ووېشل شول، چې پکې ٢ بطرۍ، ٢ سولره، يو چوکاټ، يو کنټرولر، يو صندوق، ١٥ متره د بطرۍ لين او ځيني نور مواد شامل وو.