نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ کې د فقهي مجالسو ادارې له لوري د واده د مراسمو لپاره یو شمېر اصول او کړنلاري و ټاکل شوې. د واده د یو شمېر مراسمو په هکله سیمیز فقهي مجلس ته د عامو خلګو له لوري یو شمېر مسئلې وړاندي شوې، دا چې موضوع پراخي څېړني ته ضرورت […]
د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ کې د فقهي مجالسو ادارې له لوري د واده د مراسمو لپاره یو شمېر اصول او کړنلاري و ټاکل شوې. د واده د یو شمېر مراسمو په هکله سیمیز فقهي مجلس ته د عامو خلګو له لوري یو شمېر مسئلې وړاندي شوې، دا چې موضوع پراخي څېړني ته ضرورت درلود ساحوي مجلس یادي مسئلې د نرخ مرکزي فقهي مجلس ته وړاندي کړې، چې د مرکزي مجلس له لوري یې د څېړلو په موخه څو تنه علماء وټاکل شول، تر څو یاده موضوع له شرعي پلوه پوره و څېړي. له څېړني وروسته د علماؤ د مؤظف هیئت له لوري لاندي پرېکړه لیک وړاندي شو. په دې غونډه کې ، چې حاجي قاري صاحب، مفتي عبدالهادي فیصل، مولوي محمد شفیق، مولوي نظیف الله حنیف، مولوي ذبیح الله منصور، او ګڼو نورو علماؤ ګډون کړی و د موضوع په هکله خلګو ته پوره معلومات ورکول شول. همدا راز د نرخ ولسوالۍ نظامي مسؤل د علماؤ او مخورو پرېکړو ته د درناوي ښودنه وکړه او د دوی د کړو فیصلو په عملي کولو کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پرېکړې مسوده په لاندې ډول ده:
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.