هرات: غوریان کې د فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمیسون غونډه وشوه

 د اکتوبر د میاشتې په اوولسم نېټه د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمیسون له لوري غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د غوریان د بازار، کنګ او سلطان زو د سیمو د ساحوي مجالسو علماء کرامو ګډون وکړ. غونډه د قران کریم د څو […]

 د اکتوبر د میاشتې په اوولسم نېټه د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمیسون له لوري غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د غوریان د بازار، کنګ او سلطان زو د سیمو د ساحوي مجالسو علماء کرامو ګډون وکړ.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.

له تلاوت وروسته علماء کرامو د ځینو مسائلو اړوند لکه: د بې ګناه انسان د وژلو پر ګناه، د خپلو میرمنو سره د ښه ژوند تېرولو او د خپلو ماشومانو د تعلیم او تربيې اړوند مسائلو باندې بحث او خبرې وکړې او خپل تحقیقات او نظرونه یې وړاندې کړل.

همدا ډول علماء کرامو په دې باره کې هم یو له بله خپلې مشورې سره شریکې کړې چې څرنګه کولای شو ولسي خلک دې مسائلو ته متوجه کړو، د دې او همدا ډول نورو مسائلو اړوند د اولسي خلکو د پوهاوي لپاره باید څه وکړای شي تر څو مو په اولس کې د دین پوهاوی زیات شي، د بې ګناه انسان د وینې له تویولو ځانونه وساتي، له میرمنو سره ښه ګذاره وکړي او د خپلو ماشومانو د تعلیم اوروزنې په برخه کې بې غوري ونکړي.

غونډه د شیخ مولو عبد الحمید صاحب په اختتامي دعا سره پای ته ورسیده.