نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
داچې په هیواد کې نیږدې تر ۲۰۰ پورې ولسوالۍ نوې له دښمن څخه تصفیه شوې دي، په ټولو ولسوالیو کې د صحت مراکز، کلینیکونه، او روغتیايي پرسونل شتون لري، همدا ډول د ولایاتو په مراکزو کې روغتونونه وجود لري، طبي پرسونل او ډاکټران شتون لري، یادو ټولو صحي مراکزو، ډاکټرانو، طبي پرسونل او همدا ډول […]
ټولو ته معلومه ده چې د دوحې د توافقنامې په اساس زموږ له ګران هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه شوې، ملګرو ملتونو او نړیوالو تاييد کړې او د ترکیې په شمول چې خارجه وزیر یې د تړون د امضاء په مراسمو کې ګډون درلود اکثره هیوادونو د دې پریکړې تائید او […]
نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّيْ عَلَى رَسُوْلِهِ الْكَرِيْمِ امابعد: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ـ بسم الله الرحمن الرحیم {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ} په ډیره خواشیني سره موخبرترلاسه کړ چې د هیواد مشهور علمي، جهادي اوروحاني شخصیت او د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شوراغړی شیخ القران والحدیث مولوي عبدالرشید شينواري ( […]
وروسته له هغه چې د هیواد په لر او بر کې مزدور دښمن له شرمونکي ماتې او رسوايي سره مخ شو، زرګونه عسکرو يې شا ورواړوله او د اسلامي امارت غیږې ته راغلل او نیږدې دوه سوه ولسوالۍ د دښمن له شوم شتون څخه پاکې شوې، اوس دښمن د اسلامي امارت په وړاندې په پروپاګند، […]
که له یوې خوا په هیواد کې له اسلامي امارت سره د مخالفو عسکرو د پیوستون لړۍ زور اخیستی، له ۱۵۰ زیاتې ولسوالۍ د اسلامي امارت تر بشپړ تصرف لاندې راغلي دي. دغه راز د دښمن ګڼ شمیر پوځي مراکز له ټولو درنو وسلو، جنګي وسائلو او وسائطو سره د مجاهدینو په واک کې راغلي […]
په رسنیو او ځینو سیمو کې آوازې خپریږي چې د اسلامي امارت مجاهدین چې نوې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي هلته په خلکو، رسنیو او ښځو او باندې قیودات ږدي او یا ځینې بندیزونه پرې لګوي. موږ دا ډول پروپاګند ردوو، په نویو فتحه شوو سیمو کې د همدې مؤمن ملت غړي او مسلمانان […]
د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تعليمي او تحصيلي ادارو د ساتنې، پراختیا او پرمختګ لپاره پوره عزم او کلک هوډ لري او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د هېواد دا معنوي شتمنۍ له خطراتو او ضررونو سره مخامخ کړي. همدارنګه د عالي تحصيلاتو اداره هم پوره هڅه کوي، چې د پوهنتونونو، د لوړو […]
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ کې د پیشخور په سیمه کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله سیمیزو خلکوته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، ګڼ کورونه نړیدلې، کرنیزې ځمکې، باغونه او حاصلات له منځه تللي او خلک له خپلو مینو بې ځایه شوي دي. […]
تېره شپه د بګرام له میدان او نظامې اډې څخه امریکايي ځواکونه وتلي او بګرام یې داخلي عسکرو ته سپارلی دی چي د وتلو پر مهال یې د خپلو برقي وسایلو په وړلو سره په دې کرغېړن زندان کې د نورو وحشتونو او ظلمونو ترڅنګ پر مظلومو بندیانو برق او اوبه هم بندي کړي دي. […]
تر څو میاشتو پخوا پورې تقریبا اکثره بهرنیو رسنیو او مبصرینو دا خبره کوله چې په افغانستان کې به د بهرنیو اشغالګرو له وتلو وروسته هم جګړه کلونه کلونه دوام ومومي او بالاخره به په یوه کورنۍ جګړه او د سیمې او نړۍ د هیوادونو لپاره په نیابتي سیالۍ بدله شي. دغو مبصرینو فکر کاوه […]
په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پاکستان هیواد وتلی دیني عالم، د وفاق المدارس العربیه پاکستان صدر، حضرت مولانا عبدالرزاق اسکندر صاحب د ورپيښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لیبک ووایه او وفات شو. انالله واناالیه راجعون اسلامي امارت د نوموړي په وفات باندې ژوره خواشیني ښيي او […]
د تېر په تعقيب او د هېواد روانو تحولاتو ته په کتو سره د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټولو ته ډاډ ورکوي چې زموږ له خوا به بهرنيو غير نظامي او غير امنيتي اتباعو، ديپلوماتانو، د سفارتونو او د خيريه مؤسساتو كاركوونكو ته مشکل او امنیتي خطر نه پېښېږي. هغوی خپلو ديپلوماتیکو کارونو […]
په تیرو څو اونیو کې د اسلامي امارت مجاهدینو د هیواد د لسګونو ولسوالیو واک په بشپړ ډول په خپل لاس کې واخیست. د فتوحاتو او تحول دغه سلسله چې لا هم روانه ده که له یوې خوا د افغان ولس له پراخ هرکلي سره مخامخ شوې او عامو افغانانو یې ملاتړ کړی، بل اړخ […]
هیوادوال خبر دي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا په دا وروستیو کې د الله تعالی په نصرت او د خلکو د همکارۍ او ملاتړ له امله پراخه سیمې، ډيرې ولسوالۍ، قرارګاوې، پوستې او مراکز له دښمن څخه تصفیه شوي. په دغو شرائطو کې چې لا هم پرمختګونه دوام لري، غواړو چې هیوادوالو، مجاهدینو […]
بسم الله الرحمن الرحیم فرمان نمبر: (۳۰۱/ج۶ ـــ ۷/۱۱/۱۴۴۲هـ ق ) ټولو مجاهدینو وروڼو؛ کشرانو او مشرانو ته! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! وبعد: الله جل جلاله مو کامیاب ولره! دا چي د الله جل جلاله په نصرت سره فتوحات راروان دي نو ډېر پام به کوئ چي غرور، تکبر، عجب او خود بیني و […]