په هیواد کې د وروستیو فتوحاتو په اړه مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین توصیه

بسم الله الرحمن الرحیم فرمان نمبر: (۳۰۱/ج۶ ـــ ۷/۱۱/۱۴۴۲هـ ق ) ټولو مجاهدینو وروڼو؛ کشرانو او مشرانو ته! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! وبعد: الله جل جلاله مو کامیاب ولره! دا چي د الله جل جلاله په نصرت سره فتوحات راروان دي نو ډېر پام به کوئ چي غرور، تکبر، عجب او خود بیني و […]

بسم الله الرحمن الرحیم
فرمان نمبر: (۳۰۱/ج۶ ـــ ۷/۱۱/۱۴۴۲هـ ق )

ټولو مجاهدینو وروڼو؛ کشرانو او مشرانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
وبعد: الله جل جلاله مو کامیاب ولره! دا چي د الله جل جلاله په نصرت سره فتوحات راروان دي نو ډېر پام به کوئ چي غرور، تکبر، عجب او خود بیني و نه کړئ، په غنیمت کي خیانت درڅخه و نه شي او چي کوم څوک درته تسلیم شي له هغوی سره ښه چلند کوئ؛ چي ظلم درڅخه و نه شي. د شرعي امورو پوره پابندي کوئ، تواضع کوئ، له ولس سره ښه چلند کوئ چي چا ته تکلیف درڅخه ونه رسیږي، د ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره ډېر کوښښ کوئ او د خپلو مشرانو پوره اطاعت کوئ.
وروڼو! د الله جل جلاله نصرت زموږ سره د شریعت مطهره د نصرت له امله دی چي موږ د الله پاک د شریعت مطهره نصرت کوو، پر ځان او نورو یې عملي کوو نو مو الله پاک نصرت کوي، که موږ د شریعت څخه مخالفت وکړ نو ټولي کامیابۍ به مو په ناکامیو بدلیږي، د شریعت مطهره پوره پابندي او د الله جل جلاله ذکر او دُعاګاني مه پرېږدئ، ځکه دا هغه شیان دي چي د مجاهدینو د کامیابیو د ثابت ساتلو سره مرسته کوي، خصوصاً دغه لاندي دُعا چي د صحیح ابن ماجه په حدیث مقدس کي ذکر شوې ده:
» اللهم إنّي أعوذ بك من الحَوْرِ بَعْد الكَوْرِ« [ رواه ابن ماجه] ، مبارک پوري د دُعا په تفسیر کي ویلي دي: (یعني موږ په الله پاک سره پناه غواړو تر اصلاح وروسته د فساد څخه، ترڅو اصلاح مو په فساد بدله نه شي؛ او تر اطاعت وروسته د نافرماني څخه، ترڅو اطاعت مو په نافرماني بدل نه شي؛ او تر کمال وروسته د نقصان څخه، ترڅو کمال مو په نقصان بدل نه شي؛ او تر کامیابي وروسته د ناکامي څخه، ترڅو کامیابي مو په ناکامي بدله نه شي). والسلام

د مـشـرتـابـه دفـتـر