د هیواد دعلمي، جهادي اوروحاني شخصیت شیخ الحدیث مولوي عبدالرشید ( مدني) صاحب د وفات له امله د اسلامي امارت د تسلیت اوخواخوږی پیغام

نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّيْ عَلَى رَسُوْلِهِ الْكَرِيْمِ امابعد: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ـ بسم الله الرحمن الرحیم {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ} په ډیره خواشیني سره موخبرترلاسه کړ چې د هیواد مشهور علمي، جهادي اوروحاني شخصیت او د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شوراغړی شیخ القران والحدیث مولوي عبدالرشید شينواري ( […]

نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّيْ عَلَى رَسُوْلِهِ الْكَرِيْمِ امابعد:
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ـ بسم الله الرحمن الرحیم {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ}
په ډیره خواشیني سره موخبرترلاسه کړ چې د هیواد مشهور علمي، جهادي اوروحاني شخصیت او د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شوراغړی شیخ القران والحدیث مولوي عبدالرشید شينواري ( مدني ) صاحب وفات شوی ـ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
مرحوم شیخ صاحب چې د شوروي یرغل په خلاف د مقدس جهاد اوهم د امریکایي اشغال په ضد جهاد په دواړو دورونو کې يې قائدانه رول اومهمه برخه درلوده او د هیوادپه کچه نومیالی عالم اود طریقت پياوړې مرشد وو وفات اورحلت یې لویه ضائعه او د افغان مجاهدولس لپاره ستره صدمه ده.
متعال رب جل جلاله دې د شیخ صاحب نورالله مرقده ټول دیني، جهادي او روحاني خدمتونه اوکارنامې په خپل دربار کې قبولي اومنظوري کړي اوپه عوض کې دې ورته د فردوس جنت اعلی مقامونه ورپه برخه اونصیب وګرځوي.
کورنی، شاګردانو، مجاهدینو او عقیدت مندانو ته یې د جمیل صبر اوجزیل اجرغوښتنه کوو.
د افغانستان اسلامي امارت
۲/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۲۱/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/12