په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تصور بې ځایه دی

تر څو میاشتو پخوا پورې تقریبا اکثره بهرنیو رسنیو او مبصرینو دا خبره کوله چې په افغانستان کې به د بهرنیو اشغالګرو له وتلو وروسته هم جګړه کلونه کلونه دوام ومومي او بالاخره به په یوه کورنۍ جګړه او د سیمې او نړۍ د هیوادونو لپاره په نیابتي سیالۍ بدله شي. دغو مبصرینو فکر کاوه […]

تر څو میاشتو پخوا پورې تقریبا اکثره بهرنیو رسنیو او مبصرینو دا خبره کوله چې په افغانستان کې به د بهرنیو اشغالګرو له وتلو وروسته هم جګړه کلونه کلونه دوام ومومي او بالاخره به په یوه کورنۍ جګړه او د سیمې او نړۍ د هیوادونو لپاره په نیابتي سیالۍ بدله شي.
دغو مبصرینو فکر کاوه چې خدای مکړه د افغان ولس سیاسي شعور به دومره ټیټ وي، چې د خپلو مشترکاتو په ځای په هغو توپیرونو پسې لاړ شي چې د بهرنیو غرضي اړخونو لخوا ورته تلقین کیږي او یا به د اشغالګرو د هغو تبلیغاتو تر اثر لاندې راشي چې د اشغال په شل کلنه موده کې یې د ولس د ویشلو، د قومي، سمتي او لساني توپیرونو د برجسته کولو لپاره ترسره کړي او په دې برخه کې یې کلونه کلونه منظم کار او پراخه سرمایه ګذاري کړې ده.
اما په وروستیو څو اونیو کې موږ ولیدل چې د افغانستان د قضیې دوه مهم اړخونه چې د اسلامي امارت مجاهدین او د کابل ادارې عسکر دي، د وروڼو په شان یوه او بل ته ور له غاړې وتل. موږ هره ورځ وینو، چې د اشغالګرو لخوا روزل شوي عسکر په ډلو ډلو راځي، خپلې وسلې اسلامي امارت ته سپاري. له اشغالګرو او د هغوی له ګوډاګیانو څخه برائت اعلانوي او د اسلامي امارت لخوا تود هرکلی ویل کیږي.
د افغانستان دښمنانو فکر کاوه، دا چې دوی په دې عسکرو شل کاله خوارۍ او مصارف کړي، هغوی ته یې د خپلو استعماري ګټو د ساتنې لپاره روزنه ورکړې، نو اوس چې اشغالګر له هیواده وځي، د دوی روزل شوي عسکر به د دوی په نیابت جګړې ته دوام ورکړي.
اما عملا ولیدل شول چې د دوی اټکل بې ځایه و، د کابل ادارې په لیکو کې ولاړو ګڼ شمیر عسکرو د دې په ځای چې پردۍ جګړه وپالي، د هیواد او ولس د ښه راتلونکې په خاطر یې د سولې او پیوستون لاره ونیوله. په تیرو څو اونیو کې یې تر ۱۲۰ زیات د ولسوالیو مراکز او د پوځ سلګونه قرارګاوې او بیسونه له ټولو جنګي وسائطو، درنو او سپکو وسلو سره یو ځای د اسلامي امارت مجاهدینو ته وسپارل او د د جنګ د دوام پر ځای یې په دې ټولو سیمو کې د سرتاسري سولې له تأمین سره مرسته وکړه.
د افغانستان دښمنان او هغوی چې زموږ په هیواد کې د جګړو د دوام خوبونه ویني، باید دا حالت دقیق مطالعه کړي. دوی باید د عسکرو د پیوستون ویډیویي راپورونه په ژور نظر وګوري، چې دغه صحنې تر کومه حده طبعي او د پخلاینې، اخلاص او ورورولۍ له احساسه ډکې دي. په دې سره به دوی ته معلومه شي چې افغان ولس ویشل شوی نه دی تر څو یې بیلابیل اقشار څوک د خپلو ګټو لپاره استخدام کړي. افغان ولس متحد دی، د اشغال له پای ته رسیدو وروسته هیڅوک اراده نه لري چې نور د اشغالګرو لپاره جګړه وکړي.
په دې اساس ویلی شو چې د اشغال له خاتمې وروسته افغانستان د نیابتي سیالیو په ډګر بدلیدل او یا د کورنۍ جګړې د رامنځته کیدلو فکر، هغه خام تصور دی چې له موجوده واقعیتونو سره اړخ نه لګوي. لکه څنګه چې افغانستان نه تقسیمیدونکی هیواد دی او د تاریخ له خورا ستونزمنو مراحلو سالم راوتلی، همداسې یې ملت هم د مشترکو ارزښتونو په تار داسې سره پېیل شوی چې هیڅوک یې تر منځ بیلتون نه شي راوستلی. نو بناء ټول بهرني او داخلي اړخونه د دې په ځای چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه فکر کوي، باید سوله ییز او متحد افغانستان د یوه حتمي حقیقت او واقعیت په حیث ومني.