په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د اشغال د دوام په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

ټولو ته معلومه ده چې د دوحې د توافقنامې په اساس زموږ له ګران هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه شوې، ملګرو ملتونو او نړیوالو تاييد کړې او د ترکیې په شمول چې خارجه وزیر یې د تړون د امضاء په مراسمو کې ګډون درلود اکثره هیوادونو د دې پریکړې تائید او […]

ټولو ته معلومه ده چې د دوحې د توافقنامې په اساس زموږ له ګران هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه شوې، ملګرو ملتونو او نړیوالو تاييد کړې او د ترکیې په شمول چې خارجه وزیر یې د تړون د امضاء په مراسمو کې ګډون درلود اکثره هیوادونو د دې پریکړې تائید او هرکلی کړی.
دا چې اوس د ترکیې هېواد واکمنو د امریکې په غوښتنه او توافق زموږ په هیواد کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو او د اشغال د دوام اعلان وکړ، په اړه یې لاندې ټکي د پام وړ دي:
۱ــ د افغانستان اسلامي امارت او افغان ولس د ترکیې هېواد له مسلمان ولس سره تاریخي، کلتوري او مذهبي روابط لري، د اشغال دوام به د ترکیې د چارواکو په اړه زموږ په هیواد کې کرکه او د دښمنۍ احساس راوپاروي او دوه جانبه اړیکو ته به زیان ورسوي.
۲ــ د ترکيې هېواد د واکمنو دا پرېکړه یو ناسنجیده اقدام او زموږ د ولس او هیواد د خپلواکۍ او ځمکني تمامیت او ملي منافعو پر خلاف عمل دی، د افغانستان اسلامي امارت دغه ناوړه پرېکړه په کلکو ټکو غندي. ځکه چې دا ډول پرېکړې د ترکیې او افغان ملتونو تر منځ ستونزې او مشکلات را ولاړوي، موږ له ترکيي چارواکو څخه په ټینګه غواړو چې دا پرېکړه بیرته واخلي، ځکه چې د دواړو هیوادونو په تاوان ده.
۳ــ زموږ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل هغه که د هر هېواد او تر هر نامه لاندې چې وي اشغال دی، او له اشغالګرو سره به د افغانستان د یو نیم زر جیدو علمای کرامو د هغې فتوی په اساس چلن کېږي چې په کال ۱۴۲۲ هـ ق ( ۲۰۰۱ م ) کې یې صادره کړې ده. د کومې فتوی په اساس چې له تیرو شلو کلونو راهیسې جهاد روان دی.
۴ــ موږ د ترکيې له مسلمان ولس او هوښیارو سیاستمدارانو څخه غواړو چې د دې پرېکړې په ضد خپل غږ پورته کړي، ځکه دا پرېکړه نه د ترکیې په ګټه ده او نه هم د افغانستان؛ بلکې د دواړو مسلمانو ملتونو تر منځ ستونزې او مشکلات را پیدا کوي.
۵ – زموږ پالیسي دا ده چې له ټولو هیوادونو سره د متقابل چلن په اساس ښه او مثبت روابط غواړو، نه د چا په چارو کې مداخله کوو او نه چا ته اجازه ور کوو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.
۶ – موږ په ترکي چارواکو غږ کوو چې د دغه ډول بې سنجشه پرېکړو پر ځای ښه دا ده چې د منل شویو اصولو په رڼا کې مثبت او ښه روابط سره ولرو، یو بل ته د همکارۍ لاسونه سره ور کړو، د مشترکو ستونزو او مصالحو په اړه مشترک فهم او دریځ ولرو.
۷ــ موږ له څه وخت را هیسې له ترکي چارواکو سره په تماس کې وو، څو ناستې مو ترمنځ سره وشوې، دوی موږ ته ډاډ را کړی و چې زموږ له خوښې پرته او په خپل سر به داسې پرېکړه نه کوي. دا چې اوس یې دغه پرېکړه کړې دا دشوی تعهد خلاف عمل دی .
۸ــ که ترکي چارواکي په دې اړه له سره غور ونه کړي، او زموږ د هیواد اشغال ته دوام ور کړي، اسلامي امارت او افغان ولس به یې په وړاندې د خپل ایماني، وجداني او ملي مسئولیت له مخې داسې ودرېږي لکه له شلو کلونو راهیسې چې د اشغال په وړاندې ولاړ دي او د عواقبو مسئولیت به د هغه چا پر غاړه وي چې د نورو په چارو کې مداخله کوي او دا ډول ناسنجیده پرېکړې کوي.

د أفغانستان إسلامي امارت
۳/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۲۲/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/13م