وروستي تحولات د ولس په خیر دي

په تیرو څو اونیو کې د اسلامي امارت مجاهدینو د هیواد د لسګونو ولسوالیو واک په بشپړ ډول په خپل لاس کې واخیست. د فتوحاتو او تحول دغه سلسله چې لا هم روانه ده که له یوې خوا د افغان ولس له پراخ هرکلي سره مخامخ شوې او عامو افغانانو یې ملاتړ کړی، بل اړخ […]

په تیرو څو اونیو کې د اسلامي امارت مجاهدینو د هیواد د لسګونو ولسوالیو واک په بشپړ ډول په خپل لاس کې واخیست. د فتوحاتو او تحول دغه سلسله چې لا هم روانه ده که له یوې خوا د افغان ولس له پراخ هرکلي سره مخامخ شوې او عامو افغانانو یې ملاتړ کړی، بل اړخ ته ځینې داخلي او بهرنیو حلقاتو یې بیا په اړه منفي غبرګونونه ښودلي او په اړه یې اندیښنې ښکاره کړې ده.
اما که د دې تحولاتو ماهیت ته وګورو نو ویلی شو چې دغه بدلونونه په بشپړ ډول د افغان ولس او هیواد په خیر دي. یو خو دا چې دغه تحولات په حد اقل ځاني او مالي تلفاتو رامنځته شوي دي. هغه سیمې چې پخوا به هره ورځ په کې د جګړې له امله ډیر تلفات پیښیدل، اوس د سوله ییزو توافقاتو په لړ کې یې واک مجاهدینو په لاس کې اخیستی دی. هغه عسکر چې پخوا به یې کورونو ته بې روحه اجساد لیږل کیدل اوس سالم او په عزت خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
بله دا چې په دې سیمو کې پخوا د عسکرو قرارګاوې او پوستې پرتې وې، هره ورځ به یې په ولسي سیمو د هاوان او توپونو ګوزارونه کول، که به له مراکزو راووتل، مجاهدینو به ورباندې حملې کولې، په جګړه کې له دوه اړخیزو تلفاتو نه علاوه عام ولس ته هم ځاني او مالي زیانونه پیښیدل او جنګي حالت هر ځای د ولس ژوند تریخ کړی و. اوس چې له دې سیمو د کابل ادارې عسکر په مکمل ډول تصفیه شول او واک یې په بشپړ ډول د مجاهدینو لاس ته ولوید، نو د جګړې عوامل هم خنثی شول، اوس په دې سیمو کې بشپړ امنیت تأمین دی او خلکو له کلونو وروسته د ډاډ او اطمینان ژوند پیل کړی.
دا چې په افغانستان کې له تیرو څو کلونو راهیسې تر ټولو ګرمه موضوع د سولې راتګ دی، اوس په دې سیمو کې په عملي ډول سوله راغلې ده. که سوله کوم سیاسي مفهوم او غرض ونه لري او یوازې د جګړې د ختمیدو په معنی وي، نو بیا خو په دې ټولو مفتوحه سیمو کې عملا سوله حاکمه شوې ده. هلته نور جګړه نشته. د کابل ادارې د عسکرو له تسلیمۍ او د ولسوالیو د واک له انتقال وروسته بیا له دې سیمو د جګړو هیڅ خبر نه دی راغلی، چې همدا د سولې تر ټولو ښکاره ثبوت دی.
نو بناء ویلی شو چې وروستي تحولات نه یوازې د افغان ولس په خیر دي، بلکې د افغانستان د مسئلې د حل او د سولې د راتګ په برخه کې هم مثبت انکشاف دی. دا چې افغان ولس ورباندې خوشاله دی، قناعت پرې لري او مثبت اثرات یې عملا لمسوي، همدا کفایت کوي. کوم غرضي اړخونه چې په افغانستان کې د ولس د خیرخواهۍ په نسبت ورته خپل سیاسي اهداف مهم دي، هغوی که اندیښنه ښکاره کوي نو ورته په کار ده چې په خپل دې موقف له سره غور وکړی.
د افغانستان اسلامي امارت وروستي تحولات مثبت ارزیابي کوي او ټولو اړخونو ته ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت په خپلو تر واک لاندې ساحو کې په اوضاع بشپړ تسلط لري. په مفتوحه سیمو کې ژوندي عادي حالت ته راګرځیدلی او له کلونو وروسته د عام ولس د سولې، امنیت او ډاډمن ژوند ارمان پوره شوی دی.